شعـــــرونه

د حوت ۱۰ مې په ياد/ زهاد

تپاند زهاد

آدم خوره نړۍ خوره ماته شوه
امریکا شوله نسکوره ماته شوه

چې د سوپر دعوه ګېروه په دنیا کې
زور یې سِفر شو مخ توره ماته شوه

زورور خداي د طالِب په لاس کړه ماته
ها بې شرمه او سرزوره ماته شوه

د الله پاک په نصرت شوه دړي وړي
متعال رب کړه بې زوره ماته شوه

اوس له جنګه د میدانه ده لوېدلې
شوره پشته شوه بې شوره ماته شوه

اټوم خیل او ناټوخیل په منډه سر دې
شوه ناکامه په هر لوره ماته شوه

اې تپاند زُهاده ټېټي سترګي تښتې
هسکه غاړه ورته ګوره ماته شوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x