افغانستان

جلال اباد کې د انعکاس تلویزون درې کارکوونکې وژل شوې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): ننګرهار ولایت په مرکز “جلال اباد” ښار کې د انعکاس په نوم د یوه ځایي تلویزون درې کارکوونکې ترور شوې دي.

د انعکاس تلویزون رییس “زلمی لطیفي” وایي، چې د یاد تلویزون د ژباړې د څانګې کارکوونکې “مرسل وحیدي” له خپلې بلې همکارې “سجیه” سره یو ځای د جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیه کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې وژل شوې ده.

د لطیفي په خبره، په دې برید کې د تلویزون یوه بله کارکوونکې “شهناز” هم ټپي شوې ده، چې روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ هم د پيښې په تایید سره وایي، چې برید نن ماځیګر څلور نیمي بجې شاوخوا د لومړۍ حوزې اړوند کوچي ګل پلازې ته څېرمه شوی دی.

ورته مهال ننګرهار کې یو شمېر چارواکي بیا وایي، چې په دې برید کې د انعکاس تلویزون درې خبریالانې وژل شوې دي.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویاند یې “ذبیح الله مجاهد” پر ټویټر لیکلي “په ننګرهار کې په ښځينه خبریالانو برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نلري.”

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د انعکاس تلویزون یوه خبریاله “ملالۍ میوند” وژل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دوی خو څه بی حجابه هم نښکاری، لعنت دی پر داسی بیغیرتو خلکو شی. دښمن می لیدلی وو خو دومره بی ناموسه او بیغیرته مو هیڅکله نه وه لیدلی. په حجاب کی پر ښځو ډزې دا سو جهاد.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x