افغانستانسولې اړوند خبرونه

دوستم: په نظامي جبهو کې دې چمتووالی ونیول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د ناستو بیا ځلې پيلېدو د سولې پروسې د بریا هیلې راټوکولې دي؛‌ د کابل حکومت مارشال «عبدالرشید دوستم»‌وایي، د سولې لپاره د اجماع جوړولو تر څنګ دې په نظامي جبهو کې هم چمتووالی ونیول شي.

دوستم دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي‌ «زلمي‌ خلیلزاد» ‌او ورسره ټیم سره د لیدنې‌ په مهال کړې دي.

د پخلاینې عالي شورا مرستیال «عنایت الله بابر فرهمند»‌ پر خپله فسبوک‌ پاڼه لیکلي، چې دوستم له خلیلزاد سره د لیدنې په مهال په نظامي جبهو کې د چمتووالي‌ وړاندیز وکړ او تر څنګ یې هیله وکړه، چې امریکایي‌ ځواکونه دې په بیړه او غیر مسئولانه ډول له افغانستانه نه وځي.

دوستم ددې تر څنګ د امریکا له مرستو قدرداني‌ کړې او په خبره یې، د اوربند تامین او د جګړې بندېدل د سولې پروسې د چټکوالي‌ په برخه کې اغېزناک تمامېدای شي.
ورته مهال «زلمي‌ خلیلزاد»‌ ویلي، چې د سولې پروسې د بریا لپاره دې د افغانستان سیاسیون او سیاسي‌ رهبران خپل نظریات توحید کړي.

د خلیلزاد په خبره، که چېرې د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي، د ابه د سولې پروسې د بریا په برخه کې مرسته وکړي.

د دوستم له لوري‌ په نظامي برخه کې د چمتووالي وړاندیز داسې وخت دی، چې‌ له یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي‌ ټیمونو تر منځ خپلمنځي ناستې بیا ځلې پیل شوي‌ دي او زلمي خلیلزاد د یادو مذاکراتو د چټکوالي‌ په موخه د سیمې هیوادونو ته سفر پیل کړی دی.

یو شمېر رسنۍ خبر ورکوي، چې خلیلزاد د کابل حکومت له مشرانو سره په خپلو ناستو کې هغوی ته واضح کړې ده، چې امریکا له دوحې تړون څخه نه وځي؛ بلکې په یاده توافقنامه کې د یو شمېر مواردو د تعدیل په هڅه کې ده.

بل لور ته د امریکا د کانګرس یو تن غړی وایي، خلیلزاد د دوحې توافقنامې د یو شمېر مواردو د تعدیل او په افغانستان کې تر می میاشتې وروسته د بهرنیو ځواکونو د نظامي حضور د دوام د غځولو په هڅو کې د سیمې هیوادونو ته سفرونه پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کفر کوم کنځل نه دی ، حق پتونی ته وایی لکه یو بزګر چه تخم به خاوره کی پټوی په انسانی ټولنو کی د ( تخم ) په ځای ( حق ) کارول شوی یعنی ( کفر = حق پټونه ). مصدر دی فاعل یی کافر او جمع یی کفار دی. پوښتنه : کوم انسانان حق پټونی یا کفر ته مجبوریږی؟ هغه بدمرغه انسانان چه حرص یی بدن کی تر اطمنان زیاته وده کړی وی. حریص انسان چه هر څومره سرمایدار کیږی حرص یی لا او لا زیاتیږی . ښه مثال یی همدا امریکا ده څومره لوی هیواد یی غصب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x