لیکنېنظــر

د دوحې تړ‎ون

حفيظ الدين پيرزاده

که یې څو د مټو زور راته ښکارہ کړ‎
له فلک سرہ کُشتي په دا دستور کړ‎م

د ستر خوشال بابا دا شعر د افغان ولس د ذھني استقلالیت ډیرہ ښه بیلگه دہ!

ظلم، ناروا او د جابر د مټو زور ته نه تسلیمیدل ھغه ځانگړ‎تیاوې دي چې افغان ولس له نورو ولسونو څخه جلا کوي؛ د خوشال بابا په شعر کې ھم ھمدا توصیه پرته دہ.

شل کاله پخوا د نړ‎ۍ سترو ځواکونو د امریکا په مشرۍ د خپلو مټو زور ښودنې په تکل میدان ته راودانگل.

د اشغالگرو په خیال او خاطر کې ھم دا نه تیریدہ چې د  ھغوی مقابلې ته به افغان بې یار او مددگار ولس د علماو تر زعامت لاندې راشي!

خو افغان ولس دا نا انډوله کُشتي د خپلو پاکو شازلمیو پر سرښندنو، فدا کارۍ او بې مثاله قربانیو دوہ لسیزې  جاري وساتله!

بیا ھم ستر خوشال بابا وایي:
مست ھاتي خوني زمري په زنځیر کیږ‎ي
بویه دا چې زمانې ته ځان تربور کړ‎م

طالب د ټولو ناموافقو شرایطو سرہ سرہ زمانې ته ځان تربور کړ‎ او لکه څنگه چې مرحوم استاد الفت وایي:

ھاتي په ځمکه پریوت ابابیل چې په ھوا شو
مشکله نه دہ تاته د شداد وژل په میاشو

د دوحې تړ‎ون چې تیر کال د کب په لسمه لاسلیک شو، ښایي منفي او مثبت اړ‎خونه، جانبي عوارض او د نورو نړ‎یوالو تړ‎ونونو په څیر نیمگړ‎تیاوې ولري او یا یې شاید و نه لري او د یاد تړ‎ون خلاف پروپاگنډ ھم د غربي ښکیلاک  کار وي تر څو د خپل شکست غر د تړ‎ون پخلاف د تبلیغاتو په پر پټ کړ‎ي خو موږ‎ ته من حیث القوم دا موافقتنامه ځانگړ‎ی ارزښت لري!

د کب لسمه مازې د یوہ تړ‎ون د لاسلیک ورځ نه دہ بلکې دا ورځ د یوہ بې وسه، مجبور، مقھور، او مظلوم ولس د مقاومت پر وړ‎اندې د متکبر ښکیلاک لخوا پخپل شکست د اقرار ورځ دہ!
ځکه خو موږ‎ دا ورځ پخپل تاریخ کې په زرینو کرښو لیکو او په پورہ ویاړ‎ یې لمانځو!

ثبت است بر جریدہ عالَم دوام ما!

حفیظ الدین پیرزادہ

د فبرورۍ ۲۸  ( د کب لسمه ) ۲۰۲۱ م
لندن

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx