نظــر

اوس کوم یو زورور دی… ملت که جانکیري ؟!

  پرافغانستان باندي بهرنی اټیک او یرغل څه ډېره نوي خبره نه ده ، په دي وروستۍ سلیزه کې يې د ډېرو کفري ځواکونو له لوري څوڅو ځله د ناکام اشغال هڅي شویدي ، خو هرځل یې د پوځي ظلم او زورزیاتي ترڅنګ نورو پټو شیطاني طرحو او دسیسو هم افغانان د عمرونو لپاره کړولي دي . دغه ډول دسیسي ځیني داسي هم وي چې ډېري ناڅرګندي خو نه وي ، ولي ملت یې له ځان ژغورلو نه عاجز پاتي وي . یعني داسي دسیسې وي چې که څه هم د ملت ډیری ویښه برخه یې په زیان ښه پوهیږي ، خو په خونسا کولو کې یې ناتوانه وی ، که هرڅه وکړي بیا هم د څو پردي پالو په غښتلي مټ ورباندي تحمیلیږي. له دې جملې نه یوه هم اوسنۍ ټاکنیزه میډیایي برنامه ده . دا ډېره موده کیږي چې افغانان د سرمشریزو ټولټاکنو په نوم په یوه لویه سرګرداني کې را ایسار وو . چې ګویا وروسته پاتي افغانان به د نوري پرمختللي نړۍ په څیرخپلواک منتخب برخلیک ولری . پیاوړی اقتصاد به یي وي ، د حاکم او پلی قانون څښتنان به وی ، له مرفه او مترقی ژوند نه به برخمن شي او داسي نور… دا ځکه چې اوس په اصطلاح د نړیوالو ځواکونو په برکت دوی ته د دې زمینه مساعده شوي چې په آزادانه ډول په خپله خوښه خپل سرنوشت وټاکي دغه ناسم تلقین افغانانو ته د افغان رسنیو له لوری چې په حقیقت کې د غربي میډیا اجیري څانګي دي ؛ ورکول کیده
برعکس مجاهدینوپه سلګونو ځله هیوادوال پوهولي دي چې دا ټولي دسیسي د امریکایي یرغلګرو د ګټو د تامین لپاره دي ، نه د افغانانو د سوکالۍ لپاره .
په ننیو انتخاباتو کې خو دا حقیقت ټولو ته ښه څرګند سو چې انتخاب د چا حق دی او انتصاب د چا په واک کې ؟
کابل ته د امریکایي جانکیری دوه ورځني سفر د افغانانو ټولي خوارۍ عبث او رایه اچونه یې په اوبو لاهو کړه. که څه هم په مخکنیو دورو کې هم امریکایانو په کابل کې د خپلې خوښي سیټپ رامنتځ کړی ؤ خو له اوس څخه یې توپیر دا وو چې اوس خو داسي تلقی کیدله چې امریکایان تلونکي دی او افغانان په مطلق ډول آزاد دي دوی به خپل سرنوشت پخپله ټاکي. هغه داسی ونشول. امریکا د جانکیری په رالیږلو سره له دې فریب خورده افغانانو نه خپل حق په ډېر مهارت سره په دې توګه سلب کړ:
1 –  لومړی داچې : جانکیري پر خپله اوسنۍ پریکړي چې دواړه مخالف کاندیدان دي په ګډه حکومت جوړ کړي ؛ مخکي هم سره مجبورولای سوای. بیا دې اوږدي انتخاباتي ډرامې ته څه اړتیا وه ؟ او دومره ستره بودیجه ولی ورباندي ضایع سوه ؟ آیا په امریکا کي هم دوی داسی کله کړي دي . چې یوځل له خلکو رایی وغواړي ، هغوی چې څوک خوښ کړي او څوک رد کړي ، دوی بیا دواړو ته حکمراني ورکړي او د خلکو لخوا رد سوي شخص هم په اقتدار کي شریک کړي .؟ په نړۍ کې یې بل چیرته هم بیلګه شته ؟
2 –  دویم داچې : دوه پړاوه ټاکني او درې ځله راشمیرني د کابل ادارې په جوړشوي آساسي قانون کې ، او یا د امریکا په قانون کې هم ځای لري ؟
په دې سره یې د قانون احترام کړي ، که یی قانون مات کړی ؟
3 – درېیم داچې : تردې پریکړي وړاندي خو د کامیاب او ناکام دواړو موقف دا وو چې په هیڅ صورت ائتلاف ته تیار نه دي ، په دې کې یې د خپلوبانډونو او د رایه ورکوونکو افغانانو بلکي دملت ښیګڼه ګڼله چې ګویا د قانون او د ملت د ارادې احترام به کوي ، اوس د جانکیري په خبره ولي  دواړو کسانو دغه په اصطلاح ملي ښیګڼه شاته وغورځوله ؟
4 – څلورم داچې : د واک لیږدونه د کابل په آساسي قانون کي ټاکلي نیټه لري کرزي باید پرټاکلي وخت قدرت انتقال کړی وای ؛ منتخب یا موقت حکومت ته ، خو په لومړي پړاو او بیا دوهم پړاو ناندریو کې د قانون نه انتقال یوه تیروتنه وه او بیا د جانکیري په مستقیمه لارښونه د درېیمي شمیرني له امله ترنامالومه وخته د قدرت لیږدونه ځنډول په خپل قانون او د افغانانو په رایه لوبي کول نه دي ؟
5- پنځم داچې :  جانکیري په څرګندو ټکو کې وایی چې د رایوشمیرل به د درېیم ځل لپاره ترسره کیږی ، کامیاب به حکمران وي او ناکام ته به دویم مقام ورکول کیږي . آیا داهم یو قانوني منطق دی ؟ د رایه ورکولو مفهوم څه دی ، معیارخو یی همدغه کامیابی او ناکامي ده ، ګویا کامیاب تن خلکوخوښ کړي ناکام یی مسترد کړی دی . بیا د جانکیري په خوله بیرته دویم مقام ورکول د آساسي قانون او د خلکو په رایو استهزاء نه ده؟
6 –  شپږم داچې :  ناکام کاندید ته دویم مقام چې وایی اجرایوی مشر به وي ، تراوسه په قانون کې دا مقام رسمیت هم نلری ، نو د جانکیری په دې فرمان سره به اوس بیا په قانون کي نوی ترمیم ترسره کیږي ؟ .
7 –  داچې :  د کابل ادارې د مشرانو د جرګې رئیس پخپله اعتراف کوي چې زموږ لپاره دا ډېره د شرم خبره ده چې جانکیری زموږ آساسي اختلافي مسئلي را حل کوي . ګویا زموږ جرګې ، زموږ آساسي قانون ، زموږ د ملت پریکړي نو د څه لپاره شوي . چې موږ ترهرڅه تیریږو، هرڅه شاته غورځوو او د جانکیري د پریکړي هرکلی کوو .؟
په دې پروسه کې دا او دې ته ورته نور ډېر داسی څه شته چې د یرغلګرو د عزائمو او د هغوی د ګوډاګیانو د بی وسۍ غمازي کوي . له دې نه ښه پوهیدلای سو چې : (څوک زورور دی ، ملت که جانکیری ؟)  نو پکار دا نه ده چې نور نو افغانان د دوی په پوچو وعدو تیر وزي.  اقتصادي ترقي او پرمختګ خو ایسته پریږده ، هغه معنوي ترقي (استقلال او حریت) چې الله تعالی د ځمکي پرمخ بشر ته ورکړي ؛ هغه په دې ډول شومو دسیسو رانه اخلي .
!!!…………………….. انتخاب د چا ؟ انتصاب د چا ؟………………………….!!!

والی الله المشتکی وبه المستعان

لیکوال : موسی فرهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

اوس دیر ښه فرصت دئ چی خلک باید دبهرنی استخباراتو جاسوسان وپیژنی ، او و ټولوته یی ور وپیزنی. دا اوسنۍ حالت دافغانستان ، جاسوسان دیر ښه پیژندل کیدای سی، او که اوس هم څوک بدی باندی غور نه کوی ، دابه څرنګه انسان وی؟
دیر ښه سوال دی، چی خلک زورور دی او که کیری؟ چا دا حالت راوست؟ چاچه دا حالت راوست هغه جاسوسان دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x