افغانستان

د انعکاس راډیو تلویزیون پر خبریالانو د برید عامل د نیول کېدو خبر ورکړل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د انعکاس راډیو تلویزیون پر ښځینه خبریالانو د برید په تور یې یو تن له یو میل تمانچې سره نیولی دی.

نن مازدیګر څلور نیمې بجې د جلال آباد ښار لومړۍ حوزې اړوند «بنګړیوالو» کوڅه کې ناپېژاندو وسله والو د انعکاس راډیو تلویزیون د ترجمې څانګې همکارې «مرسل وحیدي» او «شهناز» په ګډون د یاد تلویزیون ۳ ښځینې همکارانې په جلا بریدونو کې ووژلې.

د ننګرهار امنیه قومندان جمعه ګل همت وايي، ددغه برید په تړاو یې د قاري بصیر په نوم یو تن له یو میل تمانچې او ریکشا سره یوځای نیولی، چې دا مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

که څه هم د ننګرهار امنیه قومندان نیول کس د طالبانو اړوند بللی؛ خو طالبانو بیا په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې داسې ویلي: «په ننګرهار کې په ښځينه خبریالانو برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نلري.»

دا په تیرو یوولسو میاشتو کې اتم برید دی چې په خبریالایان او رسنیز کار کوونکي ورکې په نښه کیږي.

کابو درې نیمې میاشتې مخکې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو مسئول او د افغانستان بانک نشراتي سلاکار یما سیاوش په کابل ښار کې په یوې بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ خو حکومتي چارواکو د نوموړي قضیه په جدي توګه ونه څېړله، چې له امله کورنۍ اړ شوه ترڅو خپله قضیه د نړیوالو جرمونو په محکمه کې ثبت کړي.

ددې  ترڅنګ دوه نیمې میاشتې مخکې په کابل ښار کې د آریانا نیوز خبریال فردین امیني په مرموزه توګه ووژل شو. که څه هم د کابل ښار امنیه قومندانۍ د هغه د وژل کېدو لامل د چړې په واسطه ځان وژنه بللې وه؛ خو کورنۍ یې بیا دغه ادعا رد کړه او د بې پرې څیړنو غوښتنه یې وکړه.

لیکن وروسته چې کله د اشرف غني لومړي مرستیال او د کابل سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح د هغه کورنۍ ته خبرداری ورکړ، که چیرې پولیس تحقیقات ترسره کوي نو د فردین امیني د کورنۍ میرمنې او ماشومان به هم د پولیسو لخوا استجواب کیږي، نو د مرحوم امیني کورنۍ خاموشه کړل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر لویو ښارونو د امنیتي میثاق ترنامه لاندې د حکومت لخوا په نامسئولو وسله والو د وسلو ویشلو پروګرام له امله د ملي، روحاني او ټولنیزو شخصیتونو هدفي وژنو او ترورونو زور اخیستی دی.

د چارو شنونکي وايي، کله چې هم په هېواد کې د سولې خبرو کې یو څه مثبت غوځښت راغلی ورسره د پلازمینې کابل په ګډون لویو ښارونو کې هدفي او مرموزې وژنې زیاتې شوي، کوم کار چې د هغوی په باور په حکومت کې دننه د سولې ضد کړیو لخوا په «سستماتیک» ډول پرمخ وړل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا مهمه نه ده دچه حکومتی خیاطانو ( ټامیانو ) څه تصویرونه ښودلی چه ګوندی دغه کس یی د ننګرهار په خبریالانو برید کی نیولی د امارت پوری تړلی دی په داسی حال کی چه طالبان دروغ نه وایی کوم برید چه یی کړی وی د هغه مسولیت اخلی او یا نه اخلی په دی اړه د اسلامی امارت ویاند ویلی چه په دغه برید کی یی لاس نه درلود نو بیا دغه نیول شوی کس خپله د غلامی اداری له خوا یوه نمایشی لوبه ده چه له مخی یی لوڼدان پاتی او د ډالرو بهیر جریان ولری . دا… نور لوستل »

طوطی

علنی د اعدام شی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x