افغانستانسولې اړوند خبرونه

سرچینې: خلیلزاد په افغانستان کې د ملي مشارکت طرحه وړاندي کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په افغانستان کې د سیاسي مشرانو سره د خپلو ملاقاتونو پر مهال د یوه موقت او ملي مشارکت پر اساس د حکومت را منځته کولو طرحه وړاندي کړي ده.

ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نیژدو سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې خلیلزاد دواړو مشرانو ته د ملي مشارکت حکومت یوه طرحه سپارلې او په اړه یې د چټک غبرګون غوښتنه کړې ده.

یادو سرچینو ویلي چې خلیلزاد د دوحې د روانو خبرو په اړه ویلي چې کیداي شي اړخ ته شي او پر ځای به یې د بون په څیر یوه ناسته را وغوښتل شي چیري چې به د ملي مشارکت په نامه د حکومت طرحه وړاندي شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نیژدې کس شهزاده مسعود طلوع نیوز ته ویلي: یوه لوی نړیوال کانفرانس به د بون کانفرانس په څیر جوړ شي، طالبان او د حکومت استازي به په لوړه سطحه ګډون پکښي کوي، نړیواله ټولنه به د امریکا او سیمه ییزو هیوادونو په شمول یوه توافق ته رسیږي او دغه نوي جوړښت ته به مشروعیت ورکوي، په ورته وخت کې به د کانفرانس لپاره د لویې جرګې څخه مشروعیت اخیستل کیږي.

بلخوا سید اسحاق ګیلاني ویلي چې د مشارکت حکومت به د حامد کرزي د حکومت په څیر وي، چې ډیره کامیابه تجربه نه ده مګر بیا به هم تر اوسني حالت ښه وي، خو یوه ګټه به یې داوي چې جګړه به پای ومومي.

د یادې طرحې په اړه تر اوسه ارګ کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې تر مخه اشرف غني د موقت حکومت خلاف موقف نیولی او ویلي يې دي چې د ارګ څخه به یې جنازه وزي خو موقت حکومت به نه مني.
بلخوا طالبانو هم وخت په وخت د موقت حکومت په اړه خپل منفي نظر څرګند کړی دی خو تر اوسه یې په مشخص او رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا ټول د همدغو کافرو له لاسه. د بُن جلسه همدوی دایره کړه حزب اسلامی او طالبانو ته یی پکی برخه ورنکړه چی سبب یی همدا سو چی اوس یی ټول شاهدان یوو. اوس یو وار بیا تاریخ تکراریږی خو کفر دی ته متوجه شو چی بدون د طالبانو له مشارکته څخه غرب پرستان په یواځی توګه حکومت نشی کولای.

الحاج استاذ بیانزی

خلک وایی ګودشیطان ( خلیلزاد ) په شیطانت کی کافی تجربه لری، هو ډیره تجربه لری چه دا ۴۰ کاله څه چه پوره نیمه پیړی یی په همدی شیطانت کی تیره کړی، مګر دا هم له یاده مه باسی طرحه ریزی او پلانګذاری د نظم نوین جهانی له خوا دی او تاکتیک د خلیلزاد لخوا دی. نظم نوین جهانی د جنګ چاپیریال ته ګوری چه ګټونکی که بایلونکی دی په تیرو شلو کلو کی یی تر اوسه یوه ذره بریا هم نه ده ترلاسه کړی او نه به یی انشالله تر لاسه کړی . نظم نوین جهانی جبرا بایللی جنګ… نور لوستل »

پتنګ

بیانزی صیب په قلم د برکت شه داخرین امکانات , ابشن option دې زما دزړه خبره او د شهیدومجاهدینو طالبانو دزړه ارمان دی ، غیر له دې څخه تسلیمیدل او لویه سپيګانه به وي چې د منلو وړ نده ( يا مرګ یا مراد )!!

عبدالواحد

اوس کفارغواړی په فریب اسلامی قدرت په دیموکراسۍ واړوی ،الله په قرآنکریم کی فرمایی: 116 وَ إِنْ تُطِعْ أَکْثَرَ مَنْ فِی الأَرْضِ یُضِلُّوکَ عَنْ سَبیلِ اللّهِ إِنْ یَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَ إِنْ هُمْ إِلاّ یَخْرُصُونَ اوکه ته چیری خبره ومنی داکثریت له هغونه چه په زمکه کی دی نودوی به ګمراه کی تا دالله له لارینه پیروی نکوی دوی مګر دګمان نه دی دوی صرف خیالی خبری کوی. 117 إِنَّ رَبَّکَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ یَضِلُّ عَنْ سَبیلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدینَ—-سوره الانعام . بیشکه ستارب ښه پوه دۍ چه څوک لیری کیږی دهغه دلاری نه اوهغه ښه پوه دۍ پرسمه… نور لوستل »

طوطی

عبدالواحد ته: الله خو دا هم ویلی چی که یو بیګناه انسان په ناحقه ووژنی لکه چی ټوله دنیا مو ووژله. هغه د طالبانو ویډیو دی لیدلی چی د موسیسی یو انجنییر په ناحقه شهیده وی؟ ځانو ته خو ښه احادیث او د قرآن بیانونه راوړی لږ د ناحقه وژلو ته هم یو څو احادیثه او آیاتونه راوړه کنه. ستاسو په انتحار کی څومره بی ګناه کسان وژل کیږی سترګی د لکه چی ړندې دی.

دوکتور غروال

اوس نو دا وخت رارسیدلۍ چی امریکا د افغانستان لپاره راتلوونکۍ پلان د خپلو همکارو ممالکو ( د جهان اجماع تر شعار لاندی ) په مرسته یوی خواته کړی او داسی فریبی حکومت ته به بیا د ملی مشارکت ( د ټولو غلامانو په شمول ) نوم ورکړۍ شی ، وبه لیده شی چی د امریکا داسی طرحه به دوکتور اشرف غنی ومنی او که د خپلی وعدی سره به د ځان په قیمت هیڅکله مؤقتی حکومت قبول نکړی او طالبان به پدی برخه کښی څه ډول عکس العمل ښکاره کوی ؟؟؟ خائینه خلیلزاده د ستا پلار د قوة کارقوماندان… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x