
د نظام د مشروعيت په هكله
عبدالغفار سربڼ
دغه كرښي زه په پښتو ژبه ځکه لیکم چې د چا نیکمرغه کنایه بیا بحث له اصلي لوري بلې خواته وانړوي او بیا په پاړسي لیکل مې عادت نه شي نو سمدستي موضوع ته ننوځم.
خو له ډاکټر صاحب روستار نه بیا منندوی یم چې په اوږد تحلیل یې ونازولم او خپل موقف او لید لوری یې په اخلاص بیان کړ. ماسره دوه احساسه ژوندي شول، اول خوشبینانه بیا خواشينونکي.
داچې دی هم د دوحې د تړون اجراء او پلي کولو ته هیله من دی او اوسنیو خبرو اترو ته هم اهمیت ورکوي دا مې خوشبیني ده، خو خواشینی په دې یم چې دی هم لکه غني او شرکاء دیموکراسي د وطن د دردونو دواء بولي او جمهوریت او لیبرالیزم یوه بې بدیله نسخه ګڼي.
پرته له دې چې یوه کره تاریخي کتنه وکړي په هغه اوږدې لړۍ چې د دموکراسۍ جوړونې په نامه څو لسیزې په آسیایي، افریقایي او لاتیني امریکې او خصوصاً اسلامي هيوادونو کې د غربي استعمار او د نوي استعمار په مټ او په پيسو تر سره شوی دی.
دغه نظام د افغانستان لپاره شفا بولي، د دیموکراسۍ لابراتواري تجارب او ازمایشونه په نړۍ کې ډېرې وینې تویې کړې خو خلک او هیوادونه تر دا نن بې له نفاق او دوه مخۍ بل شی نه دی لیدلی او پرته له یوه پردي پاله فوج او غرب ته د یو مزدور نسل روزل بله کومه فایده او لاس ته راوړنه نه ده راوستې، نه وعده شوی ثبات او قانونیت او نه ترقي او سوکالي او نه هم ناپيلتوب او نه هم نسبي خود کفایي په دغو هیوادونو کې لیدل کیږي.
دغه هیوادونه که مالي او یا پوروړې ستونزه ولري یا سیاسي او یا له ګاونډیانو سره جنجال ولری او یا وچکالي او یا کومه وبا او سیلاب او زلزله راشي په هر وار مجبوره دي چې امریکا ناټو او شریکانو ته یې مراجعه وکړي.
بین المللي نظم او د هغه نوې جوړونه دغسې تدوین او ترتیب شوې چې غربیان د قاضي دنده، د وکیل دنده، د پولیس او داروغه او صدقه ورکونکي دندې ټولې همدوی ته ورسپارل شوي.
اسلامي او نور فقیر هیوادونه خپلې فيصلې د دوی په لاس او مشورو مخکې وړي.
همدوی خپل تکنوکرات روزل شوي د انتخاباتو له پاره لیږي او له هغه نه مالي او حتی نظامي او سیاسي ملاتړ هم کوي، خو عجبه داده چې کله په کومې خبرې دوی له غرب څخه سرغړونه وکړي نو پوځ چې د غرب په پيسو او روزنې سمبال شوی بیا په يوې کودتا د جمهوریت او دموکراسۍ نوم او نشان ورکوي نو بیا پوځي پخپل سري دیکتاتور که د دوی ګټو ساتنه وکړي د انتخاباتو او جمهوریت نوم هم دوی نه اخلي.
د غرب دغه دیموکراسي داعیه منفعت محوره ده، ترهغو چې د دوی اوامر چلیږي، ولسواکي چلیږي، او کله چې منفعت له تاوان سره مخامخ شي نو بیا ټولواکي يعنې پوځ واکي مارشل لا جاري کیږي او دموکراتیک بنسټونه ناچل شي.
خیر! زما خیال دادی چې دموکراسي هسې یوه ټوکه ده، انتخابات یې تل په درغلنه کیږي، ولسونه په متخاصمو ډلو ویشي پلورالیزم دلته هیوادونه له تجزیې سره مخ کوي، دوی ځانو ته دو ګوندیز سیستم جوړ کړی خو افغانستان غوندې هیواد ته یې ۸۸ ګوندیز نظام ټاکلی دی.
رایې په پيسو او وعدو او درواغو پلورل کیږي.
استاد ګرامي!
شما نوشته ايد كه اهميت و ارزش دموكراسي را براي بشريت نميتوان انكار كرد!؟
مايه شگفت است كه مردم دنيا را گمان ديگر است!
ملل ستمكش وزحمتكش دنيا دشمن بيرحمتر خونریز تر و برده ساز تر وخودخواه تر وقاتلتر از نظام لیبرال وسیکیولر وجمهوریت ودیموکراسی تا حال در تاریخ امتحان نکرده است. این نظام اصلا برای برده سازی ملل پسمانده و درتلاش غارت منابع خام وانرژی این کشورها ایجاد واستحکام یافت. تکنوکراتهای ما در حسرت و Nostalgie هستی درغرب رویای ساختن انرا در شرق درسر میپرورانند ولی با بیدار شدن از رویا به منظره ایران مصدق و اندونیزیای سوکارنو ومصر مرسی و عراق کنونی وافغانستان ما روبرو میشود .رویای دیموکراسی را اموزګاران لیبرال غرب در شرق به تحقق رساندن نمی ګذارند درانصورت منابع ومواد خام انها کم و تجارت غرب به کساد رو به رو خواهد شد.دموکراسی سازی و دفاع از ان ګیم یا بازی بیشی نیست از جانب انها با اشتراک فیګورهای دستپرورده وګماشته انها. این بازی است کنترول شده و بامدیریت ایجاد مخاصمت داخلی . طرفین دعوا در هر حال مجبور اند برای دادخواهی به نزد امریکا ناتو ی قلدر مراجعه کنند .یا تا سرحد نابودی بجنګند. ارتش و عسکری راکه تربیت میکنند نایب غرب است برای حل قضایا .اینکه قانون و ستره محکمه دعوا ها را حل کند وتفکیک قوا وبیلانس ان همه رو پوش بیش نیست. اخرین حرف را عسکر میزند .واګر فوج شکست خورد عسکر امریکا و قسما روس با هجوم برق اسا دعوا را با قهر وجبر به نفع غرب حل میکنند.با تمام احترام این جریان کدام سریال تلویزونی نیست بلکه تاریخ ضبط شده قرن است. غرب در طې یکونیم قرن کم ازکم پنجصد کودتای نظامی را یا سازمان داده یا حمایت کرده است.حال بپرسید که درتناسب به این در چند کشور دموکراسی ساخته است وبا چه بهای خونین. ده ملیون کشته در دو دهه اخر دموکراسی سازی در افغانستان عراق یمن سوریه سودان مالی سومالی لیبیا ..
این امید ست باطل!!!
زما موخه دا ده چې زه څو لنډې خبرې د مشروعیت په باب وکړم.
اتفاق یا اجماع که خطا نه شم Konsensus (ګنګ يعنې غلی وي که په جهر او درایو د بیان په ډول وي) د مشروعیت لومړنۍ او اصلي منبع او سرچینه ده.
مشروعیت پر نصوصو او احکامو دریدلی وي احکام یا دیني وي یا وضعي، وضعي نصوص نقل یا کپي دي.
له دیني او الهي احکامو څخه عجيبه دا ده چې د غربي لیبرال او حتی د ناقص الخلقه کمونست اساسي حقوق او نصوص له الهي احکامو نه نقل شوي او هغو کې تغيرات راغلي خو د هغو مؤلف او مبتکر ځان ګڼي.
کله چې اجماع ماته شي مشروعیت هم په څرګند ډول له مینځه ځي او باطل شي.
سیاسي، اخلاقي، حقوقي، اقتصادي او مالي مشروعیت فقط د اتفاق پر بنیاد ولاړ دی خو د اجماع په زړه کې بیا هویتي او دیني ارزښتونه پراته دي، یعنې د هر اتفاق زړی او مغز دیني باور او ایمان دی.
زمونږ په هیواد کې ځینې تاریخي پېښې داسې راغلي چې هېریدل یا مسخ یې ممکنه نه ده او انکار یې کیدلی نه شي:
هر ځلې چې هیواد او دین ته یو حیاتي خطر متوجه شوی نو یواځینی شی چې دا هیواد او د هغه هویت یې ژغورلی هغه دیني یووالی، اتحاد او ارزښتونه وو ځکه دیني باور اجماع جوړه کړې او اجماع حاکمیت او هویت ساتلی:
میرویس خان هوتک د ګرګین صلیبي په خلاف د سعودي علماو د فتوی په راوړلو قوم یو موټی کړ، غلیم یې مات کړل، نظام یې جوړ کړ.
شیرشاه سوري، ابراهیم لودي، خوشحال خان، احمد شاه دراني فقط د دیني جذبې او یووالي او اتفاق په نتیجه کې هم نظام جوړ کړ او هم امپراطوري وچلوله.
انګریز چې یرغل وکړ په یو غږ د دیني یووالي په برکت وشړل شول، دری ځلی روسان هم د دیني جذبې په زور او د علماوو د فتوا په رڼا کې مات شول.
نن سبا د علماوو یو غږی دریځ د امارت اسلامي د جهاد او مقاومت اصلي قوت پسې ولاړ دی. که د دوی قرباني، ځان تېرېدنه او سر ښندنه نه وای دا شل کاله د ټولې نړۍ په خلاف به دا جګړه دوام نه وای کړی.
خبره دا ده چې افغانان نه په تشو خبرو سره اتفاق کولی شي او نه هم پرته له دیني باور نه بل کوم اشتراک دوی سره نږدې کولای شي.
پښتون له پښتون سره تاجک له خپل ورور سره هزاره او ازبک او نور هم د اوبو او ځمکې په سر له یو بل سره دعوا لري، همدارنګه قومیت دوی له اتفاق نه لرې ګرځوي.
د اقتصادي مفاد اشتراک په سختې راتلی شي ځکه دلته اقتصاد طبیعي او ابتدایي ډول لري، اصلا یې وده نه ده کړې، نو دوی ټول د خطر په وخت فقط د دین او باور پر بنا سره یو غږی کیږي او کیدل.
په افغانستان کې کلونه کیږي چې مشروعیت وژل شوی، د روس مخامخ مداخله په ملکي او نظامي برخه کې په څو محدودو کلونو کې د یو ثقافتي او ایدیولوژیک یرغل په ترڅ کې په مهارت اول اجماع ماته کړه او وروسته مشروعیت تباه شو خو دا سلسله نوره هم اوږده سابقه لري.
که سدوزیو د عایلاتي او ورورولیز اختلافاتو او بیا د دوی او بارکزیو له کشمکش نه په منډو تیر شو نو لومړی ځل ملي اتفاق او اجماع امان الله ماته کړه.
دغه نوی مغرور ځوان د قدرت په نشه او مستۍ کې دوه ځلې د دسیسې په مرسته د درباري کودتا په وسیلې پلار او ورور له تخت نه راو پرځول.
پلار یې دنیا پریښودله او ورور یې په زندان کې پریووت، هلته یې اجماع ماته کړه چې قدرت یې په نامشروع لار حاصل کړ.
مشروعیت ومړ او ځای یې ماجرا پسنده خود خواه بادشاه او د هغه انډیوالانو ډک کړ، کاکا او ورور او ډیر نور درباریان او خلک دده له امارت سره موافق نه وو.
دوهم ځل ده اجماع هلته ماته کړه او مشروعیت یې له سوال سره مخامخ شو چې پس د استقلال له جګړې د انګریز د سترې دسیسې په مقابل کې چې د افغانستان ماتول او ویش وو د واک د ساتلو په بدل کې تسلیم شو، ده دا کار د امارت د ساتلو په بیه وکړ يعنې د نیم افغانستان د پریښودلو په صورت کې به انګریز دده امارت منلی وای.
دا د تاریخ ستر غدر و چې حتی دده نیکه عبدالرحمن هم دا جرئت نه و کړی چې خاوره پریږدي، هغه شفاهي موافقه کړې وه چې هاغه خاوره به له نظامي عملیاتو نه فارغه سیمه وي او د هند د احتیاطي امنیت په هیله به کیږي خو امان الله خلاف د دیني علماو جهاد قطع او خبرو ته کښيناست او رښتیا انګریز هم تر څو کلو پورې له دۀ سره غرض نه درلود.
بیا کله چې دۀ شروع وکړه چې ځان له روس او جرمني سره چې د انګریز مخالف و نږدې کړی انګریز تحریک شو او دده په مقابل کې یې تحریکات شروع کړل.( له لیوانو سره ښکار ته تلل د سر په بیه تمامیدلی شی)ده غوښتل ناپيلي پاتې نه شي او د ترقۍ په کنده کې سرګردان ګرځیده ترڅو چې یوۀ غلۀ پر هغه غلبه وکړه او پاچاهي یې بایلودله.
په غدر پاچا شو او د غلۀ په لاس یې تخت د هغه یارانو ته وسپاره.(این را باید خاطر نشان کرد که غدر وخطای امان الله مایه سرخرویی حبیب دزد وقاتل و داره او شده نمی تواند و برعکس غارتګری وبغاوت ودزدی وخیانت کلکانی و ملک محسن غداری وکودتای درباری امان الله وخیانت اوبه تمامیت ارضی کشوررا براات داده نمیتواندابدا از وی قهرمان و محصل استقلال نمیسازد).
نو خامخا مشروعیت د اجماع د نه شتون له امله ستونزمن شو تر هغو چې بیا دیني عالمانو دده او د سقاو ناورین په کلک دیني موقف ختم کړ او بیا څه نا څه مشروعیت ژوندی شو.
روسانو او غرب په لطایف الحیل او د استخباراتي دسیسو په مرسته او د ثقافتي یرغل په مټ د تعلیم او تربیې په بڼه تلاش کاوه چې بیا دننه رپانده ملي اتفاق مات کړي.
کمونيستي او لیبراله ایدیولوژي له کلتوري، اقتصادي او نظامي یرغل نه مخکې جاري وو.
روسانو اجماع او مشروعیت په اسانۍ د پوځ په زور ماته کړه، بیا دا چې د روس په مقابل کې به جهاد کیږي. د افغانانو محکم هوډ او اتفاق شه.
که هغه اجماع بیا د ملت او د دیني عالمانو له خوا نه وای جوړه شوې دا وطن به تاجکستان او ازبکستان ….جوړ شوای وای او دادی له وینو ډک ناورین تر ننه دوام لري.
خو! هاغه قیام چې تاسې په ټيټ نظر ورته ګورئ او هغه نظام چې تاسې یې نااهل او غیر مدني ارزوئ، امارت اسلامي یادوم بیا هم د ملت د ګونګ او ساکتې اجماع محصول وو او د يوې ديني یووالي او د راسخو عالمانو په همت او جهاد جوړ شوی مشروع حاکمیت و.
هغه ته په کم نظر کتل د میلونونو شهیدانو او ټپيانو وینو ته بې احترامي ده او د هغو یتیمانو ته توهین بلل کیږي.
د دموکراسۍ بدیل عنعنوي، دیني جرګې او مشورتي بنسټونه دي او د امارت اسلامي جوړیدل هم له همدغې عنعنوي دیني جرګې له لارې تیر شوی او اتفاق او اجماع ته رسول شوی و.
دری زره مشران او دیني عالمانو د شر او د فساد ضد جهاد فتوی صادره کړه او ملت هغه ته لبیک ووایه.
وروسته که کومه انفرادي خطا د کوم پياده طالب له خوا شوې وي ټول امارت په هغه استثنایي پېښې تورنول بې انصافي ده.
هغه جنایات چې دا شل کاله یا څلویښت کاله بیا د شر او فساد دورې کې شوي له هغه د ګوتو په شمیر خطا ګانو سره اصلا د پرتلې وړ نه دي، عدل د الله خوښیږي.
د طالبانو تورنول ستاسو له خولې ښه نه ښکاري، دا له ناټو او د هغو له اجیرانو سره ښه ښکاري.
بیا وایم: قومیت، فرقه بازي، ګوند بازي، هغه شریک دسترخوان نه دی چې هر یو پرې جمع شي بلکه فقط اسلامي او سالم عنعنوي هویتي ارزښتونه دي چې د اجماع سبب ګرځیدلی شي.
کمونیزم او لیبرالیزم غلجي او دراني هزاره له هزاره تاجک له تاجک ازبک له ازبک او بیا ټول له ټولو سره په جنګ واچول او نفاق یې عام کړ دا ده د سلو کلونو تجربه او تاریخ.
خو هر وار اسلامي اخوت او دیني باورونه او افغاني هویت وطن له مهلکې او حتمي سقوط او تجزیې ساتلی دی.
افغانستان کې له شلو زیاتې اتنیکې او قومي ډلې شتون لري چې د یرغلونو او مهاجرتونو حاصل دی. د دوی ژبني او کلتوري تنوع د اتفاق او یووالي په مخ ستونزمنه ده.
فقط دیني باوری هویت او اقتصادي اشتراک د ګټو اشتراک او وحدت راوستلی شي.
که زمونږ دیني اتفاق جوړ شي زمونږ فرق چې زمونږ ضعف دی په قوت تبدیلیدلی شي.
زه پوهیږم چې تاسې به وایئ چې دا به بیا دیني دولت جوړ شي؟
زما سوال دی: اسرائیل دولت د کومو غیر دیني احکامو په بنا جوړ شو؟ کوم اروپایي هیواد یا بل کوم هیواد پرته له باوري نصوصو جوړ شوی دی.
د لوتر د صلیبي احکامو پر اساس پروستانتیزم د هر لیبرال نظام نصوص تحدید او تدوین کړي دي.
د ټولو دموکراتو هیوادونو اساسي قوانین د هغه زدکړو ثمره ده چې د لوتر فیلسوفو شاګردانو د ریفورمیزم او رنسانس په دوره کې طرح او تیار کړي وو.مشروع یا شرعي یعنې سمې لار باندې برابر، نو دموکراسي هم ځانته شرعیت لري او په خپل ذات کی مشروع دی.
زه خو په دې باور یم چې دموکراسي یا کمونیزم اصلا د دین او دولت د جدایۍ کومه ایدیولوژي نه ده بلکه په خپل ذات او ماهیت کې جدا دینونه دي. اساسي قانون یې کتاب دی، نصوص یې سپيڅلي او مقدس دي او واجب.خو ظاهرا ددی دینونو پيروان سیاست او دولت سره جدا ګڼي.
حقیقت کې اداره د خپل نوي دین د احکامو په بنا چلوی: اصلی حاکمان د پردی تر شا دی(مالی او اقتصادی شتمن وګړي د فوج او استخباراتو او پولیسو جنرالان لوړ پوړي قاضیان میرزایان وزیران امیران لوړ پوړي مفتیان او دنیا پرسته عالمان او وکیلان …) واجب الاحترام او غیر مسوول او له قضايي مصؤنیت نه برخورداره اقلیت دادی واکداران.
اداري، سیاسي مامورین او ټوله دستګاه فقط د واکدار پر مخ حجاب دی، د فوج طاقت نعوذ بالله له هر طاقت نه اوچت دی.
مسلمان وایي لا حول ولا قوة الا بالله! خو د دغو دینونو پيروان باور لري چې: د ځمکې کار د انسانانو کار دی، خدای نعوذ بالله د کایناتو په کار اخته دی او دنیوي دندې یې انسان ته سپارلي دي.
او انسان باید د وضعی قوانینو په رڼا کې د دنیا چارې سمبالې کړي. استغفر الله!
دوی وایي کتاب او ملا باید مسجد او منبر کې پاتې شي او هملته خپل او د بنده ګانو د عبادت چارې دې اداره کړي، له حکومت او سیاست سره د دوی سر وکار باید نه وي.
د دوی په ګمان دیني عالمان باید معاملات او معادلات حرفوي متخصصینو ته پریږدي، سره له دې چې له دین نه بې خبره وي او پخپله فقط ځان له عباداتو سره مشغوله کړي.
(این ایین ودین را دین ستیزی و اسلام دشمنی میګویند.)
سوال اینجاست که چرا مسجد ومنبر در کشورهای مسلمانان در معاملات ومعادلات سیاسی وحکومتی باید اشتراک نه داشته باشند و کتاب و عالم دین زندانی مسجد باشد ولی تمام فرقه های کلیسایی واحزاب مسیحی در امریکا واروپا درتبانی و زیر کنترول واداره مستقیم کلیسای کاتولیک و پروتستانت و در روسیه پس از کمونیسم کلیسای ارتودکس به امور انتخابات قضا اداره پارلمان وهمه کار ها مداخله میکند و اثر میګذارد.
یک بام دوهوا یک شهر دو نرخ.
دا ټول ظواهر دی خو اصلي واک چلونکي هاغه شتمنې ډلې دي چې د میډیا په مخ صدقات او خیرات ورکوي او پس شا واک چلوي.
د ورځي له خوا ملنګان دي او د شپې له خوا پړانګان.
همدا نیمګړی نظام هم کله چې د اسلامي هیوادونو وار راشي نه اجراء کيږي او د تطبیق امکان نه لري. عوام فریبي او دماګوژي تر کومه حده.
ما د چرچیل د قول په باب: (خاین رابیابید واورا بر جاهل وبیخبر به حیث امر بګمارید و قرنها نفس راحت کشیده سود ببرید.) یوه مقاله لیکلې ده چې د غربي دیموکراسۍ جوړونې موخې په هغې کې جوتې کړي.
هر قدر چې یو افغان او مسلمان متعهد او معتقد، هوښیار او زړه ور او غښتلی وي که وغواړي چې د دیموکراسۍ او انتخاباتو له لارې واک ته ورسیږي بې له دې چې د امریکا او غرب بر لاسي ومني واکمن کیدلای نه شي.
که واک تر لاسه کړي نو دوام به یې معجزه وي. لسها مثالونه په تاریخ کې ثبت دي.
جناب استاد شما اشاره کردید که حاضر نه شدید که ماموریت بګیرید ! چرا؟ زیرا شما به کنه و ماهیت نظام سیاسی وحقوقی غرب بلدیت دارید و هوشیار تر از انید که خودرا در زنجیر های غلامی لیبرالیسم نوین غربی به بند دهید. مدیریت غربی طوری پيش برده میشود که اګر پرزه ای از ماشین دولتی چنانچه پلان شده نه چرخد باید بشکند ویا باید بسازد. وشما با تعهد ملی وعلمی ایکه دارید نخواستید مثل بسیاری ها از کندوی شهد بخورید زیرا انرا برای انانیکه اجیر نمیشوند به زهر الوده میکنند.
پښتو کی مثل دی د شګو (رېګ) په بندو سیلاب نه بندیږي، بلې هغه بند چې تاسې ورته اشاره کړې ده د وینو د سیلاب د بندولو له پاره شګې دي نه کاڼي، سره له دې چې زه یې خامې لوټې ګڼم.
یوه اشاره هم د دوحې تړون ته بیا ضروري ګڼم، د دوحې تړون د عسکرو د وتلو میثاق دی او بس.
له افغانستان نه د امریکا او شریکانو پر ګټو د نه یرغل ضمانت د امریکایي جانب له پاره داخلي مصرف لري تر څو دا څرګند کړي چې تهدید او ګواښ و، اوس تضمین شته نو منطقي پایله امریکا له شریکانو سره افغانستان پریږدي. دا د علیت رابطه ده.
او بیا په ټوله نړۍ کې شاید پرته له غني، دوستم، صالح او نورو اجیرانو د القاعدې پر تهدید او شتون په افغانستان کې باور ونه لري او که امریکا بیا د شلو کلونو تور را ژوندی کوي ډیر ژر به نادمه او سرګردانه شي، ځکه دا ځلې د ترور په ځای د کرونا خطر کوم خیالي اوهام او ګواښ نه بلکه حیاتي دښمن دی او د القاعدې په بهانه له طالبانو سره بیا ګرمو سنګرونو ته دانګل به ګرانه وی او د بین الافغاني مذاکراتو تدویر او اوربند مشروط ګرځول شوی.
د اسلامي نظام پر بنا د راتلونکي حکومت جوړول هم د افغانانو خبرو اترو ته راجع شوی وه.
اسانه حل دادی چې افغانان ټول اشغال ته بل کوم نوم ورنکړي او پر افغانستان هغه تور چې ګواکې تروریزم ته یې پناه ورکړې وه محکوم کړي او هاغه یرغل چې پر دې هیواد شوی و نا مشروع وارزول شي.
که ټولې هغه ډلې چې یا له مجبوریته او یا د پيسو په خاطر یې له یرغلګرو سره مرسته کړې او اوس د خبرو لپاره له طالبانو سره ناست دي دا ومنئ چې اشغال دا خاوره تباه کړه او اوس د وطن خپلواکۍ او دیني ارزښتونو ته ژمن دي حقيقتآ اجماع ژوندۍ کېږي او د مشروعیت چراغ بیا رڼايي راولي.
بیا به په ډيره اسانه توګه هغه نظام چې بنسټ يې دیني او هویتي ارزښتونه وي نه قومي فرقه اي او مالي برلاسي او بهرنیو طاقتونو ته وفاداري په خورا اسانۍ او ژر جوړ شي.ان شا الله
راځئ چې د طالبانو پر مهارت او کفایت او تعهد او امانت باور وکړو او د ازمایل شویو نسخو پر ځای دوی ته بې له شکه بیعت وکړو.
ماته تاسې یو داسې سیاسي یا پوځي طاقت په افغانستان کې په ګوته کړي چې د ناټو نه پرته او پر خپل داخلي او ذاتي قوت خلکو ته دا اطمینان ورکړلی شي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به دوی نظم او امان راولي.
هو ولې طالبان پر دې قادر او پياوړي دي چې حتی نړیوال دا اقرار کوي چې دا د دوی له لاسه پوره دي.
اوس که طالبان کابلي ډلو ته دا قناعت په خبرو کې ورکړلی شي چې خپلواکي او سولې ته را مات شي نو دوی به لا غښتلي شي.
الله دې افغانانو ته هدایت په نصیب کړي.
سربڼ صاحب، الله ج دی اجرونه درکړی تاسی ډ یرو ښو ټکو ته ګوټه نیولی چه هغه دموکراسی او مشروعیت دی زه به هم څه ورسره زیات کړم . لمړی مشروعیت: د افغانستان اشغال د داسی یو هیواد له خوا چه د دموکراسی بیرغ یی په اوږو ایښی د دموکراسی په تلک کی یی ټوله نړۍ د سقوط سره مخ کړی، لمړی د هغه قانون له مشروعیت پیلوو چه دغه قانون د چا له خوا او د بشریت د سعادت او که بربادۍ او تباهۍ د پاره جوړ شوی دغه قانون مشروعیت لری که نه یی لری ځکه قانون باید… نور لوستل »
په افغانستان کې دا روان وحشت نه دموکراسي ده او نه انسانيت ،بلکې د دواړو په ضد باندې عمل دئ، ،همدا شان د اسلام په نامه د تنظيمي وحشتواکۍ او اوس د همغه تنظيمي اسلام غلامي د اشغالګرو په غيږ کې هم د اسلام د نامه نه په سؤاستفاده کيږي او روانې دي . دموکراسي مانا د دېکتاتورۍ او استبداد ضد د سياسي واک لاسته راوستل او چلول . د طالبانو اوسنی مقام ، منزلت او دريځ هم د اولس د پراخ ملاتړ او قربانۍ محصول دي ، که نه د دومره لوی اقتصادي -تختيکي -تکنالوژيکي -نظامي طاقت سره مبارزه… نور لوستل »
قدرمن ویښ صاحب تاسو ته سلامونه وایم،، خدای تعالی مو له ټولو افاتو په امان کې ساته،،، آمین د ښاغلي سړبن صاحب په فیضناکه لیکنه ستاسو رغنده مثبت تعلیق د قدر وړ دی،،، اما د دیموکراسی اړوند وړاندیز لرم چې: زمونږ په هېواد کې روان افساد او جنایت عین دیموکراسي ده په دوه دلایلو: اول: دیموکراسي داسې چوکاټ دی چې اصل نلري، په دې مانا چې اصل یې په افساد بنا دی او مخ په وړاندې د دوه درې نسلونو په پایمالولو سره تکامل یافته او ظاهرا مرغوبه بڼه خپلوي،،، لکه اروپا کې،،، نو په دې اساس څه چې په… نور لوستل »
هیښ ویښ صاحب ، ستاسی د څه نظریاتو سره توافق او له ځینو سره یی توافق نه لرم او هغه دا چه :
تاسی دموکراسی د دیکتاتوری مخالف شمیری او هیواد کی دننه ګډوډی غیر دموکراتیکه ګنی داسی نه ده د افغانستان اوسنی حالات قصدا داسی شوی دموکراسی مخ او څټ لری د مخ تعریف یی ټاکنی د خلکو حکومت د خلکو د پاره او د خلکو په خوښه ، د بیان ازادی او او….مګر د دموکراسی څټ هر دول وحشت او ګډوډی د دموکراسی محصول دی
ښاغلی سړبن صاحب
په ګوتو، قلم او حوصله مو برکت شه،،
ستاسو فارسي لیکدود یا د لیکلو او افادې سبک متفاوت او ماته ډېر په زړه پورې دی،،
ستاسو په لیکنه کې یو ټکۍ چې وایۍ دیموکراسي په خپل ذات کې یو جلا دین دی د روان بحث د استنتاج په توګه په سرو زرو تلم.
په یوه انساني وجود کې په یوه وخت دوه دینونه نه شي جمع کېدای.
هیله دا ډول بخثونه وغزول شی، او ډېر عام شی، اکر که د عوامو په نسبت لوستي خواص فکري تنویر ته ډېره اړتیا لري.
نور بیا،،،
دیموکراسی نن سبا دیکتاتوری ده. دیموکراسی د سویس نه سوا بل ځای نه لیدل کیږی. دیموکراسی په زور تحمیلیږی او د عامه خلکو نه رای اخلی او نه دهغه په مشکلاتو باند غم کوی. اوسنی تحقیقات ښیی چه دامریکا بډایه طبقب له فقیری طبقی څخه غلا کړی او لا روانه ده. دیموکراسی او اسلام نسی یوځای کیدای او دیموکراسی داسلام په ضد هره لیاره لټوی ترڅو اسلام او مسلمانان وټکول سی. هغه کسان چه په افغانستان کی دیموکراسی غواړی هغوی اصلا د ۹۹٪ مسلمانانو سره کلتوری جنګ اعلانوی. دا په خپله ددیموکراسی کاذب پلو ښیی. پداسی حال کی نو بیا… نور لوستل »