
کابل کې یو بل دیني عالم ترور شوی دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۹ل): د کندز د علماوو شورا پخوانی رییس او په کابل کې د عربي دارالعلوم استاد «فیض محمد فایز» نن سهار په کابل ښار کې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د کابل ښار پولیس وايي، نن سهار شپږ نیمي بجې شاوخوا د کابل ښار د اوولسمې امنیتي حوزې اړوند «جنکشن سرک» په سیمه کې پر دیني عالم فیض محمد فایز باندې د ناڅرګنده وسله والو له لوري د تفنګچې فیرونه شوي دي او وژل شوی دی.
د نوموړي د کورنۍ غړي وایي، فایز په داسې حال کې ویشتل شوی چې د سهار د لمانځه د ادا کولو لپاره له کوره د مسجد په لور روان و.
د پولیسو په وینا، پېښه تر څېړنې لاندې ده؛ خو تر دې دمه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د فایز ترور داسې مهال دی، چې په دې وروستیو میاشتو کې د سولې د خبرو له دوام سره هم مهاله په هیواد کې د دینيعالمانو مرموزو وژنو زور اخیستی دی او په لنډه موده کې ګڼ شمېر مطرح شخصیتونه له منځه وړل شوي دي.
طالبان حکومت تورنوي، چې د سولې پروسې د سبوتاژ په موخه دیني عالمان او کدرونه په مرموز ډول وژني.
علما او پوهان باید ټول ووژل شی کنه نو بیا به طالبان په څلورو کتابو کافران وباسی. بیچاره خو بدون له هغه هم ختم وه ولی مو وواژه؟