شعـــــرونه

نصیحت/ انس حقاني

انس حقاني

په سیف د ژبې دهیچا په پت حمله مه کوه
د چا له ښو اخلاقو سوء استفاده مه کوه

د ژبې توره د چوپتیا په تیکي پټه ساته
د خلکو زړونه پرې ټپي نه کړې غصه مه کوه

د عرش څښتن دې ګام په ګام ګوري او څار دې کوي
د معصیت د ارتکاب هیڅ اراده مه کوه

چې د زړه سترګې دې ړندې نشي د حرص په غشو
د دنیوي فاني ښکلا مراقبه مه كوه

اول پرې فکر کوه، خیر شر یې معلوم کړه درته
بې فکره هیڅکله هیچا ته هم کیسه مه كوه

له ناکامۍ او ندامت که ځان ساتل خوښوې
په وخت د قهر او شهوت کې فیصله مه کوه

که د احسان غشي دې وار کړل د حاسد په لوري
بس ترې بې غمه شه، د شر یې اندېښنه مه کوه

ستا له شرف سره انسانه حقیقت ښاییږي
د زړه نظر دې د مجاز په آئینه مه کوه

چې ملګرتیا پاللی نشې نو ېی مه جوړوه
چې د تعمیل وړتیا یې نلرې وعده مه کوه

د محبت راج که د خلکو په زړو غواړې اشنا
د بل په کار کې بې اړتیا مداخله مه کوه

انسه! مرسته تل له خپل پروردګاره غواړه
په مادیاتو خو هیڅکله هم تکیه مه کوه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x