افغانستان

د پارلمان د مرستیال میلیونونه ډالر او لسګونه کیلو ګرامه طلاوې په تاجکستان کې نیول شوې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پارلمان د مرستیال «میرزا کټوازي»‌ اړوند میلیونونه ډالر او لسګونه کیلوګرامه طلاوې له افغانستان څخه متحده عرب اماراتو ته د قاچاق په مهال په تاجکستان کې کشف او نیول شوې دي.

د افغانستان له شیرخان بندر سره په څنګ کې د واقع ښار «ختلان» د ګمرک مدیر وایي، د ۱۵ میلیونه ډالرو او ۸۰ کیلوګرامه طلاوو یوه بسته چې له افغانستان څخه متحده عربي‌ اماراتو ته قاچاق کېده د تاجکستان د پلازمېنې «دوشنبې»‌ په هوایي‌ ډګر کې تر کشف وروسته ضبط‌ شوې ده.

نوموړي‌ وړاندې زیاته کړې، چې په همدې تړاو یې اووه تاجک او دوه افغانان نیولي دي او څېړنې ترې روانې دي.

د ګمرک د مدیر له قوله، د تېر میلادي کال د سپتمبر له میاشتې تر نومبر پورې په ۳۶ بېلابېلو مواردو کې ۱۲۰۰ کیلوګرامه طلا له همدې لارې متحده عربي‌ اماراتو ته قاچاق شوې ده.

ورته مهال کورنیو چارو وزارت بیا وایي، تر دې دمه د قضیې په تړاو ورسره چا په رسمي‌ ډول معلومات نه دي شریک کړي ؛ خو دوی د همدې «ادعاوو»‌ په تړاو څېړنې روانې کړې دي.

کټوازی چې یوه اوونۍ وړاندې د ولسي‌ جرګې له رییس «میررحمان رحماني»‌ سره یو ځای د یوه دولتي‌ پلاوي‌ په ملتیا تاجکستان ته ورسېد، هلته د رسنیو له لوري‌ د طلاوو او ډالرو د قاچاق په تړاو له پوښتنو سره مخ شو؛ خو کټوازي د طلاوو او ډالرو په قاچاق کې لاس لرل رد کړل او په همدې تړاو خپاره شوي راپورونه یې «بې اساسه»‌ یې وبلل.

د یک تلویزون د راپور په اساس، د همدې موضوع د حل په موخه د پخلاینې عالي‌ شورا رییس «عبدالله عبدالله»‌ په کابل کې د تاجکستان د امنیت له رییس او کټوازي بیا په کابل کې د تاجکستان له سفیر سره هم لیدلي‌ دي او دې لیدنې ته یې «په تاجکستان کې افغانانو ته د دندو پیدا کولو» نوم ورکړی دی.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې د میرزا کټوازې قاچاق کېدونکې طلاوې کشف او نیول کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د نوموړي‌ څلوېښت کیلوګرامه سره زر د طالبانو له لوري‌ په غزني کې نیول شوي وو.

له هیواده د قیمتي‌ توکو او طلاوو قاچاق داسې مهال روان دی، چې په دوحه کې افغان سولې خبرې روانې دي‌ او د راتلونکي‌ نظام په اړه بحثونه کېږي.l

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x