
د پخلاینې عالي شورا: خلیلزاد د ملي مشارکت حکومت له طرحې سره سیمې ته راغلی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په افغانستان کې د ملي مشارکت حکومت د جوړېدو طرحه حکومتي چارواکو او سیاسیونو ته سپارلې او د همدې طرحې پلي کېدو ته د ملاتړ را جلبولو په موخه یې سیمه ییزو هیوادونو ته د سفرونو نیت هم کړی دی.
د پخلاینې عالي شورا ویاند له الجزیره تلویزون سره په خبرو کې منلې، چې خلیلزاد د یوه داسې ملي مشارکت حکومت طرحه چې طالبان او غني به پکې ګډون لري، افغان سیاسیونو او چارواکو ته سپارلې او د روانې میلادي میاشتې په پای کې یې په استانبول کې د یوې لوړې کچې کنفرانس د رابللو وړاندیز هم کړی.
د نوموړي له قوله، خلیلزاد به په همدې لړ کې سعودي عربستان، ترکیې، چین او روسیې ته سفرونه وکړي.
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي ډيپلوماټ هم د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې خلیلزاد د واشنګټن له لوري د ملي مشارکت حکومت له طرحې سره یو ځای کابل ته رسېدلی.
تر دې وړاندې عبدالله او حامدکرزي ته نږدې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي وو، چې د خلیلزاد له لوري د ګډ حکومت طرحه سیاسیونو ته سپارل شوې او له هغوی غوښتل شوي دي، چې تر کتلو وروسته چټک غبرګون ورته وښيي.
یادو سرچینو ویلي چې خلیلزاد د دوحې د روانو خبرو په اړه ویلي چې کیداي شي اړخ ته شي او پر ځای به یې د بُن په څیر یوه ناسته را وغوښتل شي چیري چې به د ملي مشارکت په نامه د حکومت طرحه وړاندي شي.
پخواني ولسمشر اشرف غني ته نیژدې کس شهزاده مسعود طلوع نیوز ته ویلي: یوه لوی نړیوال کانفرانس به د بُن کانفرانس په څیر جوړ شي، طالبان او د حکومت استازي به په لوړه سطحه ګډون پکښي کوي، نړیواله ټولنه به د امریکا او سیمه ییزو هیوادونو په شمول یوه توافق ته رسیږي او دغه نوي جوړښت ته به مشروعیت ورکوي، په ورته وخت کې به د کانفرانس لپاره د لویې جرګې څخه مشروعیت اخیستل کیږي.
ارګ که څه هم تر دې دمه د خلیلزاد له لوري د ملي مشارکت حکومت د طرحې ورسپارلو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د طالبانو ویاند وایي، تر دې دمه د خلیلزاد له لوري کومه نوې طرحه نه ده ورته رسېدلي.
ذبیح الله مجاهد له «پیام افغان تلویزون» سره په خپله تازه مرکه کې وویل، چې د افغانستان د کړکېچ تر ټولو ښه حل د دوحې په تړون کې نغښتی دی او له دې پرته بله هره طرحه به له ناکامۍ سره مخ وي.