افغانستان

په هرات کې د طالبانو له زندانه ۳۴ بندیان خلاص شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۹ل): د دفاع وزارت له لوري ویل شوي چې په هرات ولایت کي يې د طالبانو د یوه زندان څخه ۳۴ تنه بندیان را خلاص کړي چې اکثره یې د امنیتي ځواکونو غړي او دولتي کارمندان دي.

د خبرپاڼې لمخې دغه عملیات د هرات ولایت په اندرسکن ولسوالۍ کې ترسره شوي او په پيښه کې ۶ تنه طالبان هم وژل شوي دي.

تر اوسه د پيښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي خو طالبانو په خپلو سیمو کې د دولتي ځواکونو بندیان او په جرمي پيښو نور تورن کسان په زندانونو کې ساتي چې په وخت د بمباریو او چاپو سره مخ کیږي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې ۱۱ د ملي اردو عسکر، ۷ پولیس، ۳ د هوايي ځواک غړي، د یوې دولتي پروژې اوه تنه کارمندان، د حکومت اوه کارمندان او یو اربکی د طالبانو له زندانه خوشي شوي او زندان نړل شوی.

باید وویل شي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر مخه د امریکا سره د تړون پر اساس د کابل حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي کړي وه او طالبانو زر تنه خوشي کړل. د توافقنامې پر اساس دواړه لوري باید د بین الافغاني مذاکراتو د پیل څخه ۳ میاشتې وروسته نور پاته بندیان هم ټول خوشي کړي خو د طالبانو په وینا تر اوسه امریکا په دغه برخه کې خپله وعده نه ده پوره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x