افغانستان

نورستانی: د ټولو رایو بیا شمېرنه به درې اوونۍ وخت ونیسي

نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۳): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني پرون په یوه خبري ناسته کې وویل چې دوی به د سه شنبې په ورځ د رایو بیا شمېرنه پیل کړي.
نوموړي په خبري ناسته کې وویل چې دوی هڅه کوي په درې اوونیو کې رایه شمېرنه تمامه شي.
د ټولو رایو پرېکړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزير جان کېرې پرېکړه ده چې د شنبې په ماښام يې له دواړو نوماندانو سره یو ځای په خبري ناسته کې وکړه.
جان کېرې د تېرې جمعې په ورځ کابل ته د ټاکنیزو ستونزو د هواري په مؤخه راغی، چې له یوې ورځې خبرې وروسته يې دواړه نوماندان په ائتلافي حکومت جوړولو سر سلا کړل.
د جان کېرې په مقابل کې د ټاکنيزو دواړو کمیسیونونو بې ارزښته کول ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي.
ځکه چې د دې جوړجاړي په ټوله پروسه د ټاکنیزو کمیسیونونو مسوولین ور خبر هم نه و.
د چارو د شنونو له نظره د جان کېرې پرېکړې د هېواد په سطحه دواړه ټاکنیز کمیسیونونه بې ارزښته کړل.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئس د جان کېرې منځ ګړیتوب یا قاضي ټاکنه د شرم خبره بللې ده.
د مشرانو جرګې رئس فضل هادي مسلمیار وویل چې دی پر دې افسوس کوی چې د افغانانو د ټاکنو برخلیک جان کېرې ټاکي.
بل پلو د ډاکټر اشرف غني احمدزي کمپاینران او خواخوږي د نوموړي په جوړ جاړي سخت قهرېدلي دي.
دغو ځوانانو چې ځينې د معاش او ځينې رضاکاره کمپاینران و ټه ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې خپل افسوس ښکاره کړی او د دواړو نوماندانو جوړ جاړی يې غندلی دی.
دوی اعتراف کړی چې غوليدلي وو او په پای کې رښتیا هم ټاکنې یوه بین الافغاني نه، بلکې امریکايي پروسه ثابته شوه.
یاده دې وي تر دې وړاندې ډاکټر اشرف غني احمدزي په خپلو خبرې ناستو کې په دې ډېر ټينګار کاوه چې نوموړی به هیڅکله هم د ائتلافي حکومت جوړېدو ته غاړه کېنږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x