ټکنالوژي

د ملګرو د مبایل شمیرې مو تل خوندې وساتئ!

ژباړه: سیداغا حیران

که غواړئ، چې د مبایل شمیرې مو خوندی، او د ټول عمر لپاره د لاسه ورنکړئ دا طریقه وکاروئ.

راځم نن درته یوه داسي طریقه په ګوته کوم، چې هېڅکله مو د ملګرو شمیرې دلاسه ورنکړئ او که هغه هرچیرته یاست که مبایل او سیمکارت مو هم دلاسه ورکړئ د ملګرو شمیرې به مو خوندې پاتی شی، د دې کار لپاره،  تاسی باید تر ټولو دمخه جی مېل (Gmail ) آدرس ولرئ په جی میل آدرس مو باید ښه باوري ووسئ، د جی میل آدرس او دهغه پاسورډ مو باید همیش په ذهن کې وي. خپل جی میل آدرس مو باید په خپل زېرک ټلیفون کې پرانیزئ، کله مو چې دا طریقه وکړه، له دې وروسته مو چې کله د یوه ملګری شمیره ثبت کوئ نو په ټلیفون یا سیمکارت کې یې مه ثبت کوئ، راسآ شمیره مو په جی مېل کې ثبت کړئ، ستاسې شمیرې به د همیش لپاره په جې مېل کې پاتی شي او هیڅکله به یې دلاسه نه ورکوئ.

د دې کار ښه او بد څه شي دی؟

ښه والی!
۱: ستاسې شمیرې به همیش خوندې وی.

۲: تاسی کولای شئ د یوه ملګری نوم که هر څومره زیات حروفونه ولري یعنی ستر او اوږد نوم لیکلی شئ.

۳: که چیرته مو جې مېل په کمپیوټر کې پرانیستی وی علته هم د خپلو ملګرو شمیرو ته لاس رسی لرئ.
۴: که چیرته مو مبایل یا سیمکارت هم د لاسه ورکړئ د خپلو ملګرو شمیری به مو خوندې وي او په اسانۍ سره یې ترلاسه کولای شئ.

بد والی یې!
۱: په ساده مبایل کې یې نشئ استعمالولی باید زیرک ټلیفون یا کمپیوټر ولرئ.
۲: د جې میل آدرس او پاسورډ مو باید همیش یاد وی او هغه دلاسه ورنکړئ کنې ټولی شمیری به مو دلاسه ورکړئ.
۳: جې میل ادرس مو باید خپل ټلیفون یا کوم بل Device  کې پرانیستی وی، د بل چا په Device کې یې خلاص نکړئ کنې ټولی شمیری به مو بل چاته په لاس ورشي.

مننه

 

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x