
خدای خبر چې دا د کوم یتیم ازار دی/ علم
عبيدالله علم
خدای خبر چې دا د کوم یتیم ازار دی
مونږ ته نه راځي له مونږه چې بیزار دی
نور مو معاف کړه توبه گار یو پاکه ربه
سولې راشه رحم موږ باندې پکار دی
دا د وینو سیلابونه چې بهیږي
د مرګي کټ مو اوږو باندې تل بار دی
روغ کورونه مې چې تا وه سم لیدلي
راشه اوس وران دي هر یو بمبار دی
هغه ځوان چې يې پرون د واده ورځ وه
نن پرې جوړ د تورو خاورو لوی انبار دی
مشالونه مو د علم وژل شوي
ځکه اوس تورتم کې ډوب کلی او ښار دی
سولې راشه د (علم ) د ژوند لمر لويږي
ښکاري روغ خو په زړګي باندې بیمار دی
عبیدالله علم