افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد د افغانستان په اړه د نړیوال کانفرانس وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځیني چارواکو رسنیو ته ویلي چې امریکا د افغانستان په اړه د نړیوال کانفرانس طرحه وړاندي کړې.

په کابل کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل درې ورځني سفر کې د ولسمشر اشرف غني په شمول د پخواني ولسمشر حامدکرزي، د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله او نورو سیاسي او مخورو شخصیتونو سره ملاقاتونه وکړل او یاده طرحه یې ورسره شریکه کړې.

د یادو غونډو څخه راوتلي خبرونه وايي چې خلیلزاد د مشارکت په نوم د یوه حکومت طرحه وړاندي کړې او د سیاسي مشرانو څخه یې د چټک غبرګون غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرچینو د طلوع نیوز تلویزون ته د نوم نه څرګندولو په شرط منلې چې امریکا د افغانستان په اړه د یوه نړیوال کانفرانس طرحه وړاندي کړې چیري چې به د کابل حکومت په شمول د طالبانو مشرانو ته دعوت ورکول کیږي او د هڅه به کیږي چې د یوه داسي حکومت پر سر سلا وشي چې موقت وي او ټول شموله وي.

تمه کیږي چې خلیلزاد سبا د پنجشنبې په ورځ د دوحې په لور وخوځیږي چیري چې به نوموړي د لومړي ځل لپاره د جوبایډن تر ادارې لاندي د طالبانو سره مخ کیږي او د هغوی سره به نوې طرحې شریکه وی.

د سیاسي او امریکايی چارو کارپوه واحد فقیري پر خپل ټویټر د خلیلزاد وروستي تماسونو په اړه ویلي، داسي ښکاري نوموړی د زیاتو صلاحیتونو څخه برخمن سیمې ته راغلی دی او د فعالیتونو څخه یې د اشرف غني حکومت وارخطا بریښي.

نوموړي لیکلي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

وایی سوځی هغه ځای چه اورپربلیږی خلیل زادکه واقعاً دافغانستان جوړښت غوښتای دافغانستان له پوهانوبه یی دکنفرانس وړاندیزکړۍ وای کفاردافغانانوله مشکله څه خبردی هغوی دامریکادخوشحالۍ دپاره لکه خپله خلیلزاد کارکوی اورایه ورکوی ،خلیلزاد خپله ډیرلوی شیطان دۍ دشیطانت مختلفی طریقی یی زده دی ،دۍ بیاداسی نجس لکه کرزي پرقدرت راولی چه بیاامریکایان یاهندوان ملک ته دخپل حفاظت دپاره راولی طالبان وروڼه بیله اسلامی شوراباید دنوروکنفرانسوڅخه انکاروکی ورته ووایی چه یورافیصله سوی ده نورفیصلواووخت ضایع کولو ته ضرورت نسته ستاسوپلمی اوکنفرانسونه نه خلاصیږی افغان ملت ترسخت پشارلاندی شپی اوورځی سباکوی موږبیله جهاده چاره نلرو.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ نوټ:دویب له مالکانوخواهش کوم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x