شعـــــرونه

پیوستون کډه راوړې/ خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

‏یو نوی اواز خپور دی، پیوستون کډه راوړې
زمونږ او د هغوی ترمنځ تړون کډه راوړې

دې چم ته رقیبان، هم دي راغلي ډیر بیشماره
یو یو اوس چې ترې نه باسو، اوښتون کډه راوړې

جانانه وریځې ګرځي د وصال باران دې وشي
د افغان وطن جوړیږي، بیا پښتون کډه راوړې

غزاوې وې، جګړې وې د نړۍ ستوری نسکور شو
‏دلته هر اشغال مات شوی، چې یې شتون کډه راوړې

د افغان د فِغان ځوګ وه، ته خبر یې چې څه حال وه؟
دلته هرکاڼی زخمي شو، کفري یون کډه راوړې

دلته ټکنده غرمه وه، د ظلمونو تیلی بل وه
دلته ورانه میکده وه،یو جنون کډه راوړې

دا افغان د تورې شرنګ وه، د طالب دشملې زور وه
‏اشغالګر چې شول سرټیټي؛ چې تړون کډه راوړې

دا کوهی دی او سراب دی، دا د نوې ماتې باب دی
دلته ورک او تباه شوی، هر آزمون کډه راوړې

چا چې بد راته کتلي، خالقیاره مونږ ویشتلي
چا که نن کډه راوړې، چا پرون کډه راوړې

خالق یار احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x