ټولنیزه برخه

د اداري نظام په اړه څو خبرې

قاري حبیب

اداره په لغوي اعتبار د اصلاح، تدبیر او کوښښ په معناګانو استعمالیږي او په اصطلاح کې اداره له تخطیط، تنظیم، توظیف، توجیه او مراقبت څخه عبارت هغو فعالیتونوته ویل کیږي، چې د یوه کار د سم ترسره کېدلو لپاره ترسره کیږي.

د ادارې په اصطلاحي تعریف کې راغلي پنځه قیود( تخطیط، تنظیم، توظیف، توجیه او مراقبت) هر یو اوږد تفصیل لري. د بیلګې په توګه د یوه کامیاب مدیر غوره صفات دا دي چې هغه د تخطیط پلان ګذارۍ او طرح ریزۍ استعداد ولري.

د خپلو کارونو په اړه باید پلان ولري او په پټو سترګو اقدامات و نکړي. تنظیم له نظم څخه اخیستل شوی چې باید د نظم اصل ته معتقد وي. هره ټولنه د بقاء او بریا لپاره خپل خاص نظم ته ضرورت لري. عالم کبیر یا کائنات په خاص نظم استوار دي. لمر، سپوږمۍ، ځمکه او ټول کائنات د الله تعالی لخوا د ورته ټاکل شوي نظم په مسیر چلیږي. عالم صغیر یا انسان هم له بیلابیلو نظامونو څخه تشکیل شوی دی. عصبي نظام، تنفسي نظام، هاضمي نظام، تناسلي نظام وغیرهوغیره… که چیرې دغه نظم مختل شي نو انسان ژوند له لاسه ورکوي. نو بناء په اداره او مدیریت کې نظم اساسي ځای لري.

بل قید توظیف دی، مدیر باید د وړ کسانو د توظیف او کار اهل کار ته د سپارلو وړتیا ولري. توجیه د سوق او کنترولپه معنی راځي. مدیر باید له شته امکاناتو او پرسونل د کار اخیستلو توان ولري. کاري ځواک په سم لوري توجیه کړي له دې علاوه د کارونو عمومي مراقبت او څار د مدیر یوه بله مهمه دنده ده چې باید ویې لري.

د اداري نظام سابقه
اوسنی اداري نظم او علم الاداره یو له هغو پدیدو څخه ده، چې زموږ دین اسلام په بشریت پیرزو کړی دی. له اسلام وړاندې د حکومتونو اداري نظامونه په ( کیف ما اتفق) یا ګډوډ شکل و، اما د اسلام له راتګ سره د ژوند د نورو شعبو په شان د حکومت سازۍ او اداري نظام په برخه کې هم اساسي ابتکارات وشول.

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په مدینه منوره کې اسلامي حکومت تأسیس کړ، نو نبوي مسجد یې د خپل مقر په حیث تعین کړ. له نبوي مسجد څخه لکه څنګه چې د دیني دعوت کار اخیستل کیده، دغه راز د سفیرانو او والیانو ټاکل، د عاملینو انتخاب او د لښکرو لیږل هم له همدې ځایه کیدل. مدینې منورې ته چې کوم وفود راتلل، نبي علیه السلام ورسره همدلته لیدل او نبوي مسجد د اسلامي حکومت د رهبرۍ د مقام حیثیت خپل کړی و.

وروسته د راشده خلافت په دور کې اداري نظام نوره وده وکړه، عمر فاروق رضی الله عنه اسلامي قلمرو په ۱۱ واحدونو یا ولایاتو تقسیم کړ، چې مکه، مدینه، شام، جزیره، بصره کوفه، مصر، فلسطین، خراسان، اذرباییجان او فارس هر یو جلا ولایت وبلل شو او محلي ادارات په کې جوړ شول. په هر ولایت کې له حاکم نه علاوه نور چارواکي هم رسما تعین کیدل، لکه کاتب، قاضي، کاتب الجیش، صاحب الخراج، صاحب الاحداث، محتسب او صاحب بیت المال… له دې علاوه د محاکمو، دارالافتاء، دارالحسبة، محابس، برید، ضراب خانه او فوائد عامه په نوم مستقلې ادارې په هر ولایت کې فعالې شوې. چې په دې سره حکومتداري او اداري نظم له مرکز څخه ټولو ولایاتو او محلي واکمنیو ته هم وغځېد.

وروسته په اموي دور کې خصوصا د معاویه رضی الله عنه په زمانه کې اداره په معاصر پرمختللي شکل جوړه شوه. د خلافت په مقام کې د دیوان الخاتم په نوم ځانګړې اداره پرانیستل شوه چې د رسمي مکتوبونو د صدور، تسلیمولو او ارشیف مسؤلیت یې درلود او د اوسنیو اداراتو د اداري شعبې اړوند فعالیتونه یې ترسره کول.

دغه اداري نظم وروسته نه یوازې په اسلامي واکمنیو کې عام شو، بلکې په وروستیو پیړیو کې اروپایانو هم له مسلمانانو څخه کاپي کړ او خپل ادارات یې په همدې نظم برابر کړل. د تأسف ځای دا دی؛ چې ځینو ناخبرو ته اداري نظام د غربیانو ایجاد ښکاري او د نظم رعایت ورته یوه اجنبي پدیده ایسي. حال دا چې دا زموږ د اسلافو او پخوانیو صالحو حاکمانو میراث او ابتکار دی.

د اداري نظم مهمې ګټې:
د اداري نظم رعایتول ډېرې ګټې لري، چې دلته یې څو ګټې د بیلګې په توګه یادوو.

هر مدیر او مسؤل د مافوق لخوا د اداري نظم په رعایت مکلف ګڼل کیږي. نو د اداري نظم اوله ګټه د اولو الامر د اوامرو امتثال او اطاعت دی. معلومه خبره ده چې ټول مسلمانان په اطاعت د اولوالامر مکلف دي او اطاعت نه یوازې عظیم ثواب او اخروي مرتبه لري؛ بلکې ډیرې دنیوي ګټې هم ورسره تړلې دي.

د اداري نظم په رعایت سره په کار کې مؤثریت پیدا کیږي. هغه ادارې په خپلو کارونو او مسؤلیتونو کې بریالۍ وي، چې اداري نظم یې ښه رعایت کړی وي، بله دا چې د اداري نظم په رعایت سره شفافیت را منځته کیږي او د بدګومانۍ مخه نیول کیږي. ځکه د اداري نظم له امله هر څه واضح وي، د هر چا کارونه، مسؤلیتونه، حقوق او مکافات معلوم وي او هیڅ ابهام نه رامنځته کیږي.

د اداري نظام په واسطه دسوء استفادې او خیانت مخنیوی کیږي. اداري فسادګر، اختلاس کوونکي او خائنان د اداراتو له ګډوډۍ ناسمه استفاده کوي، لکه چې متل دی او خلک وایي( لیوه له خدایه باد او باران غواړي) کټ مټ همداسې فرصت طلب اشخاص د ګډوډۍ په انتظار وي او بیا له مبهم او مغشوش حالت ناروا شخصي استفاده کوي. نو د داسې خیانتونو د مخنیوي لپاره د اداري نظام رعایت خورا مهم ګڼل کیږي.
دغه راز اداري نظم رعایتول د هرې ادارې د نیکنامۍ سبب ګرځي. منظمه اداره همیشه حساب او محاسبې ته آماده وي، له تفتیش او بازپرس څخه ویره نه لري، لکه وایي ( از آنکه حساب پاک است از محاسبه چه باک) دوی هم له محاسبې ویره نلري او همیشه د هر څه په اړه خپل وضاحت وړاندې کولای شي.

د یو ښه مدیر مواصفات:
د هیواد وتلي عالم او لیکوال مولوي عبدالباقي حقاني صاحب په خپل ارزښتمن کتاب (د اسلام سیاسي او اداري نظام) کې د اداري مسؤل یا مدیر ۶۰ مواصفات ذکر کړي دي. په نورو کتابونو کې هم د اداري کارمندانو او مسؤلینو ډيرې ځانګړې یادې شوې دي. دلته د مطلب حوصلې ته په پام سره د اداري مسؤل یا مدیر څخه مواصفات یادوو.

لومړی اداري مسؤل باید په خپل کار کې د نیت صفایي او اخلاص ولري. اخلاص د ټولو کارونو اساس دی. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ( انما الاعمال بالنیات) نو د دې لپاره چې کار، فعالیت، ستړې او ستومانۍ یې عبادت وګرځي او د الله تعالی په نزد د اجر مستحق شي باید هر کار د عبادت په نیت وکړي او فقط د الله تعالی رضا او  د دین خدمت خپل نصب العین وګرځوي. له اخلاص سره سره تقوی یو بل مهم صفت دی چې اداري مسؤل یې باید ولري. په ټولو کارونو کې باید له الله تعالی څخه وویریږي، د نفس او هوی له خواهشاتو ځان وژغوري او د چا حق تلف نه کړي.

د اداري مسؤل لپاره دغه راز استعداد او په خپل کار کې مهارت هم ضرور دی. که یو څوک هر څومره ښه اخلاص او تقوی ولري خو که په ورسپارل شوي کار کې مهارت نه لري او بې وسه وي نو نتیجه یې صفر ده. ځکه هر کار په مهارت کیږي نو ځکه په کار ده چې هر مسؤل د خپل استعداد زیادت او ترقي ته متوجه واوسي، پرلپسې خپل مهارتونه زیات کړي خصوصا په هغه بخش په کومه برخه کې چې مسؤلیت ورسپارل شوی وي.

له دې علاوه امانت داري، خپل کار تر ټولو مهم ګڼل، د اشخاصو پر ځای اصول او مقررات معتبر بلل یا د روابطو پر ځای ضوابطو ته ترجیح ورکول، په کارونو کې شفافیت، د نظم رعایت، د مشورې او نقد اوریدل او له کارمندانو سره د ورورۍ او صمیمیت په چوکاټ کې تعلقات ساتل هغه څه دي چې د یوه بریالي او غوره اداري مسؤل ځانګړنې بلل کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x