ورزش

زمبابوې په لومړي ټیسټ کې افغانستان ته سخته ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په لومړي ټيسټ کې افغانستان ته د زمبابوې پر لاس سخته ماتې ورکړل شوه.

دغه لوبه چې په عربي اماراتو کې ترسره شوه زمبابوې افغانستان ته د لسو ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

افغانستان په لوبډله کې څلور نوي لوبغاړي شامل کړي وو، خو بدبختانه له دوه ورځو په کم وخت کې له سختې ماتې سره مخامخ شول.

په ياده لوبه کې افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه، په لومړۍ پاڼۍ کې ټول لوبغاړي په ۱۳۱ منډو جوړولو وسوځېدل. ابراهيم ځدران ۳۱ او افسر ځاځي ۳۶ زياتې منډې وکړې.

په ځواب کې زمبابوې لوبډلې د خپل لوبډلمشر په زړه پورې سليزې سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۵۰ منډې  وکړې. سين ويليمز ۱۰۵، سکندر رضا ۴۳ او ريګس چکباوا ۴۴ منډې وکړې.

امير حمزه ۶، ظاهر خان ۲، يمين احمدزي او ابراهيم ځدران يوه يوه ويکټه واخيستله.

په دوهمه پاڼۍ کې يو وار بيا د افغان لوبډلې توپ وهونکي يوازې له ابراهيم ځدران پرته هيڅ په زياتو منډو جوړولو بريالي نه شول، چې په پای کې يې ټولې ۱۳۵ منډې وکړې او يوازې يې زمبابوې ته د ۱۷ منډو هدف وټاکه. ابراهيم ځدران په دوهمه پاڼۍ کې ۷۶ او په دواړو پاڼيو کې ۱۰۷ منډې وکړې.

Image

د عبدالملک لپاره چې په فرسټ کلاس او کورنيو سياليو کې ښه ځليدلی، لومړۍ ټيسټ لوبه ښه ثابته نشوه، نوموړی په دواړو لوبو کې په صفر وسوځېده.

منير کاکړ دوهم لوبغاړی و چې په لومړي وار ولوبېد، خو په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۱۳ او دوهمه کې يې يوه منډه وکړه. عبد الواسع چې د آلراونډر په حيث ولوبېد يوازې ۱۴ منډې وکړې او په هيڅ ويکټه اخيستلو بريالی نشو.

د لوبډلمشر اصغر افغان په ګډون پاتې نور تجربه لرونکي لوبغاړي په خپل مسئوليت ترسره کولو کې ناکام شول، او هيڅ د پام وړ ملګرتيا يې جوړه نکړه.

بل لوري ته د کرکټ يو شمېر افغان شنونکي وايي چې د لوبډلمشر ځينې پريکړې او د لوبډلې ناسم انتخاب د ماتې يو له سترو لاملونو څخه دی.

د کرکټ شنونکي جعفر هاند او ابراهیم مومند د لوبډلمشر او د لوبغاړو انتخاب کمیټې په دې تړاو پړه بللې، او لومړی توپ وهنه کول، يو چټک توپ اچونکی لوبول، ظاهر خان لوبول چې په ساتونکو لوبغاړو کې و، د ماتې عمده لاملونه یې ګڼلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x