
د برسلونا کلب پخوانی مشر پولیسو نېولی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): د هسپانیا مشهور کلب برسلونا پخوانی مشر جوزیپ برتامیو او ورسره د ادارې درې نور لوړپوړي چارواکي د کاتالونیا پولیسو له لوري د دوشنبې په ورځ نېول شوي دي.
پر جوزیپ برتامیو تور و چې د خپلې دورې پرمهال یې د کلب لوبغاړو پر ضد ټولنیزې رسنۍ بېلا بېلو تورونو لګولو ته هڅولي او په بدل کې یې پيسې ورکړې دي.
د بهرني خبري اژانس د راپور پر اساس د برسلونا پخواني مشر د لیونل میسي په ګډون د یو شمېر پخواني او اوسني لوبغاړو پر وړاندې ټولنیزې رسنۍ منفي تبلیغاتو ته هڅولي دي او په بدل کې یې له عام بازار څخه ۶۰۰ سلنه پورته پیسې ادا کړې دي.
پولیسو دغه راز د برسلونا کلب پر دفتر هم د دوشنبې په ورځ چاپه وهلې وه تر څو ځانګړي معلومات راټول کړي، له هغه وروسته یې د جوزیپ بارتامیو په کور چاپه وهلې او هغه یې د نورو چارواکو سره نېولی دی.
خو بل لوري ته برسلونا کلب دا تورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې لوبغاړې دې د ادارې له لوري په بېلا بېلو تورونو تورن شوي وي.
جوزیپ بارتامیو د برسلونا کلب یو له هغو مشرانو څخه و چې په دوره کې یې کلب هیڅ پرمختګ ونکړ، او د نوموړي په دوره کې د لوبغاړو او ادارې ترمنځ هیڅ مفاهمت شتون نه درلود.
هغه په دې باور درلود چې میسي او ملګرو یې پر کلب برلاسي دي چې باید دغه تاثر لرې کړل شي، خو میسي د نوموړي دغه خبرې په کلکه رد کړي او په لوبډله او اداره کې یې د ستونزو سرچینه د کلب پخوانی مشر ښودلی دی.
پر ټولنیزو رسنیو د برسلونا کلب مینوال دا د میسي او برتامیو ترمنځ جنګ بولي، چې په وینا یې میسي په خپل هدف کې بریالی بولي او د پخواني مشر په نیولو خوښي ښيي.
لیونل میسي چې په اداره کې یې د حل لاره ونه موندله وغوښتل لوبډلې پریږدي، په دې تړاو یې په ۲۰۲۰م کال کې یوه سخته او مایوسونکې اعلامیه خپره کړه چې په کې يې له کلب غوښتي وو تر څو نوموړي ته اجازه ورکړي او بلې لوبډلې ته انتقال شي.
دغه راز د برسلونا کلب بل مشهور ستوري جیرارد پیکی هم له دغه رازه پرده پورته کړې وه چې ګواکې د کلب مشرانو ټولنیزې رسنۍ د لوبغاړو پر وړاندې تورونو لګولو ته هڅولې دي.
هغه په ۲۰۲۰م کال کې په بیړني ډول د خلکو په منفي رایه د کلب له مشرۍ ګوښه شو، د برسلونا کلب روانه مارچ میاشت کې نوی مشر ټاکي.