جرمني د فټبال نړیوال جام څلورم ځل اتل شو

جرمني د فټبال نړیوال جام د پاچاهۍ تاج پر سر کړ

نن ټکی آسیا (شنبه، چنګاښ ۲۳مه ۱۳۹۳): په برازیل کې د فټبال ۲۰م نړیوال جام د جرمني په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

دا څلورم ځل دی چې جرمني لوبډله د نړیوال جام په ګټلو بریالۍ کیږي.

جرمني له ۲۴ کلونو راهیسې نړیوال جام ګټلو ته سترګې په لاره وه.

بېګا شپه د ریوډي جینرو په ماراکانه لوبغالي کې لوبېدونکې پایلوبه په ټاکلي وخت کې برابره شوه. وروسته د لوبڅارو لخوا ورته اضافي وخت ورکړل شو، چې په دغه اضافي وخت کې ماریوګوئتیز د سیالۍ فیصله کوونکی ګول وکړ.

په پایلوبه کې ارجنټاینا ته د ګول کولو ډيرې موقعې په لاس ورغللې خو دوی ترې ګټه پورته نه کړله.

د لوبې لومړي پړاو د کوم ګول پرته پای ته ورسېد.

د لومړي پړاو په پرتله دوهم پړاو تر لومړي ډير سخت و، دواړو لوبډلو د ګولونو په لوري سخت بریدونه وکړل خو د دوهم پړاو تر ختمېدلو پورې هیڅ یوه لوبډله په دې بریالۍ نشوه چې ګول وکړي.

د دوهم پړاو د پای ته رسېدو ورسته اضافي وخت ورکړل شو، په دې کې د جرمني ماریو ګوئټزي ګول وکړ او خپل ټیم یې نړیوال اتل کړ.

جرمني اتم ځل د فټبال نړیوال جام په اتلولۍ کې لوبېدلو او ۲۴ کلونه پس يې په ګټلو بریالي شول.

جرمني په ۱۹۹۰ز کال کې ارجنټاینا ته د نړیوال جام په پایلوبه کې ماتې ورکړې وه او په ۱۹۸۶ کې بیا ارجنټاینا جرمني ته ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ نړیوال جامونو کې هم ارجنټاینا د جرمني د لاسه د نړیوال جام څخه ووتله او دا  د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه لوبډله دې پرلپسې د یوې لوبډلې د لاسه د ټورنمنټ څخه وځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د