نړۍ

پاکستان: د سنا ټاکنو کې مهمه څوکۍ اپوزيسيون وګټله؛ عمران خان له پارلمانه د باور رايه اخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل):پاکستان کې د مشرانو جرګې په ټاکنو کې د پلازمېنې اسلام اباد پر مهمې څوکۍ واکمن انصاف غورځنګ ماتې خوړلې، دغه څوکۍ اپوزيسيون ايتلاف ګټلې ده او لومړي وزير عمران خان پرېکړه کړې، چې له ماتې وروسته به يې حکومت له پارلمانه د باور رايه اخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، چې لومړي وزير له پارلمانه د باور رايې اخيستو پرېکړه کړې ده.

نوموړي د لومړي وزير په حواله ويلي: «زه به هغه مهال لومړی وزير یم، چې پارلمان را باندې باور وکړي.»

د مشرانو جرګې په اسلام اباد څوکۍ د واکمن انصاف غورځنګ د ګوند نوماند او د ماليې وزير حفیظ شيخ او د پخواني لومړي وزير او د اپوزيسيون ګوندونو نوماند يوسف رضا ګيلاني تر منځ سيالي وه، چې بالاخره ښاغلي ګيلاني وګټله او حکومتي نوماند ته يې ماته ورکړه.

سيد يوسف رضا ګيلاني

د مشرانو جرګې په دې ټاکنو کې د اپوزيسيون ټلوالې نوماند يوسف رضا ګيلاني ۱۶۹ او حکومتي نوماند حفیظ شيخ ۱۶۴ رايې وړي دي. د قامي اسامبلۍ ۳۴۰ وکيلانو خپلې رايې کارولي، چې اووه رايې په کې رد شوي دي.

د غیر رسمي پايلو له مخې پلازمېنې اسلام اباد کې د ښځو پر څوکۍ د انصاف غورځنګ فوزيه ارشد د ۱۷۴ رايو په تر لاسه کولو بريالۍ شوې ده او د هغې په مقابله کې د اپوزيسيون ګوندونو نوماندې فرزانه کوثر ۱۶۱ رايې ګټلي دي او دغه مهال پنځه رايې رد شوي هم دي.

د سنا په ټاکنو کې د حکومت نوماند حفیظ شيخ

د مشرانو جرګې د ايالتي څوکيو پایلې

پنجاب

له پنجاب ايالت څخه يوولس سناتوران تر دې مخکې له سيالۍ پرته ټاکل شوي دي.

بلوچستان

د غیر رسمي پايلو له مخې حکومت او متحدينو يې د مشرانو جرګې اته او اپوزيسيون ګوندونو څلور څوکۍ ګټلي دي.

د بلوچستان ايالتي اسامبلۍ کې د ۱۲ څوکيو لپاره ټولو ۶۵ ايالتي وکيلانو رايې کارولي دي.

خیبر پښتونخوا

د غیر رسمي پايلو له مخې په خیبر پښتونخوا ايالتي اسامبلۍ کې د مشرانو جرګې په ټاکنو کې واکمن انصاف غورځنګ لس او اپوزيسيون ګوندونو ۲ څوکۍ ګټلي دي.

د سند ايالت بشپړې پایلې لا نه دي اعلان شوي.

 د مشرانو جرګې د ټاکنو کړنلاره

د مشرانو جرګې ۱۰۴ غړي وي، د هر يوه غړي کاري موده شپږ کاله وي او هر درې کاله وروسته پنځوس سلنه سناتوران د خپلې شپږ کلنې مودې په پوره کېدو تقاعد کيږي.

دا ځل هم د مشرانو جرګې نيم غړي تقاعد کيږي. پخوا به د مشرانو جرګې پر ۵۲ څوکيو ټاکنې کېدې، خو اوس، چې قبايلي سيمې له خیبر پښتونخوا سره يو ځای شوي، پر ۴۸ څوکيو ټاکنې وشوې.

د انصاف غورځنګ په تېر دوه نيم کلن حکومت کې واکمن ګوند په سنا کې اکثريت نه درلود.

دا ځل د مشرانو جرګې په ۴۸ څوکيو ټاکنې وې، چې يوولس سناتوران تېره اونۍ د پنجاب ايالت څخه له سيالۍ پرته بريالي شوي وو او د پاتې ۳۷ څوکيو لپاره ټاکنې وشوې.

د پاکستان پارلمان ودانۍ

د نورو درې ايالتي اسامبليو غړي هر يو د خپل د خپل ګوند نوماند ته رايه ورکوي، دا ځل له سند ايالت څخه ۱۱، له بلوچستان او خيبر پښتونخوا ۱۲، ۱۲ سناتورانو د ټاکل کېدو لپاره رايې وکارول شوې.

په سنا کې له څلورو ايالتونو څخه ۲۳، ۲۳ غړي وي، په دې کې ۱۴ عامې څوکۍ وي، ۴ د مېرمنو، ۴ د ټيکنوکراټانو او يوه څوکۍ د لږه‌کيو وي.

د هر ايالت اسامبلۍ د خپل ګوند نوماند ته رايه ورکوي او د پلازمېنې اسلام اباد څلور څوکۍ دي، دوه عامې، يوه د مېرمنو او يوه د لږه‌کيو د استازو وي، چې د ملي پارلمان غړي رايې ورکوي او له همدې امله حکومت پرېکړه کړې، چې د اسلام اباد پر عامې څوکۍ له ناکامۍ وروسته له پارلمانه د باور رايه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x