افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد‌: د سولې خبرو د وړاندې تګ په موخه مو کابل کې بېلابېل وړاندیزونه مطرح کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، کابل ته یې وروستی له «لاسته راړونو ډک» سفر پای ته رسېدلی او دلته یې له بېلابېلو مطرحو څېرو او سیاسیونو سره د سولې خبرو د وړاندې تګ په موخه بېلابېل وړاندیزونه شریک کړي.

زلمي‌ خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، چې کابل کې د افغان حکومت له چارواکو، د مدني‌ ټولنې له استازو او نورو مطرحو سیاسي‌ څېرو سره غږېدلی او د سولې په تړاو یې ورسره بحثونه کړي دي.

نوموړي‌ وړاندې زیاته کړې، چې کابل کې د لیدنو په مهال یې په ډیپلوماسۍ، او د سولې د خبرو د وړاندې تګ په موخه د نړیوال ملاتړ د راجلبولو په اړه خبرې کړې دي او دا یې حس کړې چې د مذاکراتو د چټک پرمختګ په برخه کې‌ پراخ ملاتړ موجود دی.

د نوموړي‌ له قوله، د مذاکراتو د چټکتیا په برخه کې یې بېلابېل وړاندیزونه مطرح کړي او طالبانو او حکومت ته ښایي، چې‌ د سیاسي جوړجاړي‌ او اوربند د تامین لپاره هڅې وکړي.

خلیلزاد چې د بايډن د واکمنۍ له‌ پیلېدو را وروسته په لومړي‌ ځل افغانستان ته راغلی وو، د واشنګټن له لوري یې‌ د ګډ حکومت طرحه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیغام هم راوړي‌ او له چارواکو سره یې شریک کړي‌ دي، چې ښایي‌ له دې وروسته د طالبانو د لیدلو په موخه دوحې ته مخ کړي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې خلیلزاد د یوه داسې ګډ حکومت د جوړولو وړاندیز کړی، چې طالبان او غني‌ پکې ګډون ولري.

نوموړي ددې تر‌څنګ په ترکیه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوې ناستې وړاندیز هم کړی، تر څو د واشنګټن له لورې راوړې طرحه په چټک ډول عملي شي.

سیمې ته د زلمي‌ خلیلزاد سفر داسې مهال دی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې مطابق باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ټول بهرني‌ عسکر ووځي؛ خو اوس واشنګټن وایي، یاده توافقنامه بیا ځلې ارزوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x