افغانستان

مدني فعالان:د ولسي جرګه تصویب شوې طرحه باید توشیح نه شي

نن ټکی آسیا(دوشنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۳): ځينې مدني فعالان او عام وګړي غواړي چې د ولسي جرګې له خوا د تصویب شوي قانون طرحه دې نه توشیح کېږي.
دوی وايي چې ولسي  جرګه له ولس او افغان دولت سره زیاتی کوي او دا يوه غیرقانوني کړنه ده.
څو ورځې وړاندې ولسي جرګې د داسې قانون طرحه تصویب کړه چې د همدې قانون پر مټ به دوی له وکالته وروسته هم پنځه ویشت سلنه معاش، دوه ساتونکي، سیاسي پاسپورټ او د کورنیو لپاره خدمتي پاسپورټونه ولري.
په ټولنیزو رسنیو کې د ولسي جرګې دغه طرحه غندل شوې ده او د مرکز په شمول په ځینو نورو ښارونو کې يې پر ضد د اعتراضيه غونډو خبرتیاوې خپرې شوې دي.
اوس مهال د ولسي جرګې هر غړی نږدې دوه لکه (۱۹۵۰۰۰) افغانۍ معاش لري، چې د دوی له خوا د جوړې شوې طرحې پر بنیاد به دوی له وکالته وروسته هم نهه څلویښت زره افغانۍ معاش ولري.
مدني فعالانو او سیاسي شنونکو دا یوه غیر قانوني کړنه بللې او له ولسمشر حامد کرزي يې غوښتي چې دا طرحه باید توشیح نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه له جګړو ځپلو ولایتونو نه زرګونه کډوال تر خېمو لاندې ژوند کوي.  او د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې وروستیو ټاکنیزو ناندریو د هېواد اقتصاد ته شدیده ضربه ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x