افغانستان

اروپايي ټولنه: د ژورنالیستانو وژنه باید ودرول شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): د اروپائي ټولنې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ژورنالیستانو او ښځو هدفي وژنې دي په افغانستان کې سمدستي ودرول شي.

د اروپايي ټولنې خبرپاڼې په ننګرهار کې د انعکاس راډیو د درو تنو ښځینه کارکوونکو وژنه غندلې او ویلي يې دي چې په دغه هدفي وژنه کې درې ځوانې ښځې له خپله ژونده، کورنیو او قریبانو څخه واخیستل شوې.

باید وویل شي چې درې ورځې وړاندي په ننګرهار کې د انعکاس راډیو ۳ تنه ښځینه کارکوونکې د ښار په منځ کې وویشتل شوې او د پيښې مسؤولیت یې داعش ډلې په غاړه واخیست.

د پيښې سمدستي وروسته د ننګرهار امنیتي چارواکو وویل چې بریدګر یې نیولی او د طالبانو مربوط دی خو طالبانو دغه پيښه کې لاس لرل رد کړل او وروسته ثابته شوه چې د ننګرهار امنیتي چارواکو هم د بریدګر یو پخوانی فرضي انځور نشر کړی چې د رسنیو ور پام کېدو وروسته یې بیرته حذف کړ.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې د ټولو هدفي وژنو په اړه د ړنو څیړنو غوښتنه شوې، د رسنیو او بیان ازادي پر حق باندي ټینګار شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل او نورو لویو ښارونو کې د ژورنالیستانو، مدني فعالانو، د مسجدونو ملا امامانو او خطیبانو هدفي وژنې زیاتي شوي، چې د ځینو مسؤولیت یې داعش په ښکاره په غاړه اخیستی او د ځینو نورو په اړه حکومت او طالبان یو بل تورنوي.

د ملګرو ملتونو د یوه وروستي راپور سره سم په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل وروسته (۱۲ سپتمبر ۲۰۲۰) د ۲۰۲۱ د جنوري تر ۳۱مې نیټې پوري ۱۱ تنه مدني فعالان او ژورنالیستان وژل شوي دي چې د تیرو کلونو په پرتله په دومره لنډ وخت کې دا شمیره بیسارې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x