شعـــــرونه

واده «منظمومه کيسه»/ جلالزی

اسدالله بلهار جلالزی

په بغداد کې یوې شتمنی کورنۍ
کړه خپل زوی ته په نامه یوه نجلۍ

حیاناکه، ښایسته د ګل غوټۍ
ښکلې سترګي اننګي زنه نرۍ

نازولي یې لوی کړې وه مورکۍ
هم ساتلې وه له باده له ږلۍ

ایمانداره، مسلمانه  ګلبرۍ
هم وه لرې له ګناوو له بدۍ

ښه اخلاق وو ښه يي حسن ښه یې خوۍ
په خپل کلي او په  سیمه کې نامۍ

پس له څو ورځو واده یې شو تیار
دوستان راغله له هر ځای له هر دیار

بس مېلې وې اټنونه او مستۍ
خولې هم ډکې له خنداوو وې نرۍ

ورته وريې کړه هرڅه هرڅه ښه ډیر
هیڅ نه کېده د سرو اوسپینو شمېر

په اموالو باندې بار لاڅو اوښان وو
تاوو راتاوو ترې بریتور نامي ځوانان وو

قافلې کې  يې بار کړي مشک عنبر وو
لوی واړه له دې خوښیه باخبر وو

کجاوه کې ناوې ناسته اراسته وه
د راتلونکې ژوند ته داپه اندیښنه وه

په زړه يې اندیښنې  وي په زرګونه
تاوو راتاوو لکه پیروتي تر ګلونه

د مبهم سبا په لوري یی سفر وو
په زړګي کې یی یوبل شانی خبروو

ټول خوشال وو خو بس دا وه اندیښمنه
په چرتونو کې  وه تللې تر وطنه

کله کله به یې وشړل غمونه
را ژوندي بې شول په زړه کې امېدونه

نوی ژوند نوی بهار نوي ګلونه
ډک له هیلو د سبا ورځي وختونه

قافله ورو ورو  روانه  خوا د یارته
تلوسه يي وه په زړه کې هم دیدارته

هغه شپه هم ځلیده هسک کې سپوږمۍ
زرزری وړانګې خوري وی په ناوۍ

خوشالی سره یی ناوې راوړه کورته
ټول حیران وو دې خوښۍ اودغه شورته

پلار او مور د هغه ځوان ، هومره خوشال وو
ترې  نه ورک وو، ټول غمونه او بریال وو

دا نجلۍ دوی خوښه کړې وه خپل زوی ته
ځکه خوښ وو، د واده دې های او هوی ته

اړول به يي لاسونه وهر خواته
تله به کله کله مخ ته کله شا ته

په خوښیوکې یی راوړه تر پاریاله
هم په سر باندې پراته وو رنګین شاله

ښایسته ماڼۍ یی ورکړه په اختیار کې
د رڼو اوبوویالی  یی وې کنار کې

هم د ونو کتارونه ترې را تاوو و
هم رنګین رنګین ګلونه پکې لا وو

وږمه ورو ورو چلیدله په دا باغ کې
د شبو ګلونو بوی خور و د ماغ کې

ځوان رهي شو د هغې ماڼۍ په لوري
چې صنم یې پکې ناسته سترګې تورې

ناڅاپي یې د اسمان په لور نظر شه
دواړو سترګو ته یې مخامخ قمر شه

بس له خولې ووته داسې خبره

ناوي زما چې ښکلي نه وي تر قمره

ورسره به یو شیبه هم تیره نکړم
دا خبره به هم کله هیره نکړم

ترې جلا به شمه زه په هغه دم
که ښایست یې تر سپوږمۍ  شو ذره کم

دا مې لوړه، دا سوګند او دا قسم
په خدای نه ورسره اخلم یو قدم

په خوښۍ، خوښۍ يې راغی و بستر ته
شیندل شوي وه عطرونه لر و بر ته

شمې بلې په ژړا وې شمه دان کې
ویلیدلې د راتلونکې غم هجران کې

په سلګیو وزر سوی پتګان وو
ځنکدن کې ستي شوي د هجران وو

پاس په هسک کې سپوږمۍ ښکلي ځلیدله
زرزري رڼا يې هره خوا شنیدله

ځوان له مخه پلو پورته د دلبر کړ
بیا یې پاس ښکلي سپوږمۍ ته یونظر کړ

دی له خپل ځایه راپورته مرور شو
نیمه شپه کې يې د غره په لور ګذر شو

بس له سترګو یې راتلې اوښکې ګریوان ته
غوریده به دغه څرخ د شنه اسمان ته

وي يي خدایه زه یم څومره بد نصیبه
ناروغ زړه مې پیدا نکړ خپل طبیبه

اوس به زه د زړه زخمونه چاته ښایم
نا ویلي پټ رازونه به څه وایم

یوڅو ورځې يې شوې تیرې شواخون کې
دا یې ډیرې سختې شپې وې په ژوندون کې

اخر راغی دی، قاضي د هغه ښار ته
وې: يې غوږ نیسه قاضي زما ګفتار ته

ناڅاپي مې له خولې وتې دا خبره
که دلبر مې ښکلې نه وي تر قمره

ورسره به ژوندون نکړم برابره
نه بې ورشم زه هم کله تر بستره

راته وښایه یوه لاره سمه دمه
اوس مو ژوند دی سراسر درهم برهمه

پلار او مور مې هم خپه ګرځي له مانه
نیز د اوښکو یې راځي تل تر ګریوانه

هر سهار هر مازیګر ماته ښیرا کړي
مور او پلار او ټول ټبر ماته ښیرا کړي

راته ووایه زه ګرم یمه که نه یم؟
په دا لاره باندې سم یمه که نه یم؟

قاضي ووي ځوانه زه دې کړم حیران
رابلمه سبا ټول نوي قاضیان

دا خبره به هغوی ته کړم بیان
ښه او بد به ماته واړه شي عیان

ستا ځواب  به درته ووایم ښکاره
چې طلاق دې واقع شوی او کنه؟

ټول قاضیان راغلل سهار وختي دربار ته
چې ځواب کاندې پیدا د ځوان کردار ته

له هرخوا ځینی راغلي عالمان دي
په بحثونو باندې بوخت د سرګردان دي

د هر باب یې د ي پرانیستي کتابونه
لټوي پکې د خوښي ځوابونه

قناعت د یوه او بل خورا مشکل دی
هر دلیل ته ټوکېدلی یو دلیل دی

ورځ روانه د ماښام په لوري درومې
عالمان لا کتابو کې ځواب مومې

دې مجلس ته ابی یوسف هم دی راغلی
هالته ګوښی ناست وه غلی غلی غلی

د لویانو مخکې نه کوی خبره
بې ادبي ورته ښکاریږي ستره ستره

عالمان لا اړوي د کتاب پاڼې
دې وتلو ورته اوس د ټولو واڼې

حوصله د یوسف ډیره شوله تنګه
وې: يي راکړئ اجازه راته بې درنګه

دغه ځوان قسم یاد کړی دی په خدای
په ځواب کې يې زما ده دغه رای

په قران کې ذکر شوی دی انسان
ښایسته هم دی  پیدا کړی پاک سبحان

واورۍ، واورۍ تاسو دا سخن قدیم
لقد خلقناالانسان فی ا حسن تقویم

ښایسته اوس نو انسان ترهر موجود دی
غوره کړی په مخلوق کې دی معبود دی

دغه ناوې ښایسته تر دا سپوږمۍ ده
د دې ځوان خبره هسي یوه بولۍ ده

د قران د دغه ایات په استناد
دی ورتلای شي ترخپل کوره خپل بلاد

واقع شوی اوس نو هیڅ نه دی طلاق
ځي دي کورته په ښه خوۍ په ښه اخلاق

ټولو ووي افرین ابي یوسفه
زموږ هم شواوس یقین ابی یوسفه

بیا قاضی وي: ځوانه! درومه خپل وطن ته
خپل کور ته تودې غیږی د مېرمن ته

ستا ځواب موپه کتاب کې درته  ووي
په ښه ډول مو خطاب کې درته ووي

خپله مور او خپل پدر دې کړه خوشال
سمو لاروته ګامونه کړه ابدال

ناروا سوچونه لیری کړه له سره
احترام کوه همېش ته د بشره

هر مشکل ته لاره ګوره په کتاب کې
نور به پاته هسي نه یي په عذ اب کې

اسدالله بلهارجلالزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاکر

ډئره په زړه پوري نظم واقعاً چي له پند څخه ډک دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x