افغانستان

د خلیلزاد لخوا «د سولې انتقالي دولت» جزیات افشا شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): په کابل کې باخبره سرچینې وايي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد په افغانستان کې «د سولې انتقالي دولت» طرحې سره راغلی ؤ، چې د افغان سیاسیونو له خوا یې پراخ هرکلی شوی دی.

د سولې انتقالي دولت د جوړولو لپاره په انګریزي ژبه لیکل شوې یوه طرحه چې لسو صفحو باندې مشتمله ده، د کابل حکومت چارواکو او یو شمېر افغان سیاسیونو سره د خلیلزاد لخوا شریکه شوې ده.

هشت صبح ورځپاڼه ادعا کوي چې د سولې انتقالي دولت د جوړېدو د طرحې یوه کاپي یې له نږدې څخه لیدلې او په هغې کې به نوی لنډمهاله حکومت له درې «خپلواکو» او مساوي اجرائیه ځواک لرونکو ارګانونو څخه برخمن وي. ملي او قانون جوړوونکې شورا چې د قانون جوړوونکې شورا به لویه څارنوالي او سیمه ییز محاکم ولري. او ددې سند په اساس به هېواد کې د «اسلامي فقهي عالي شورا» او د «اساسي قانون» د تعدیل یو کمیسیون جوړیږي.

یو شمېر باوري سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، په هغه صورت کې چې د کابل حکومت او طالبان په دې طرحه هوکړه وکړي، د بُن کنفرانس په څېر د لوړې کچې یوه ناسته به د ترکیې هېواد کې راوبلل شي، چې د ښکېلو خواوو ترڅنګ به افغان سیاسیون، ګاونډي هېوادونه، د ملګرو ملتونو، ناټو، لویو او د افغانستان قضیه کې د ښکېلو هېوادونو استازي به هم په کې حضور ولري.

ددې طرحې له مهمو نقطو څخه یوه داده چې د اشرف غني په مشرۍ د کابل اوسنۍ اداره به له منځه ځي او پرځای به یې نوې اداره د چارو واګي سمبالوي، چې طالبان او سیاسي جهتونه په کې عمده رول لري او ترڅنګ یې طالبان په نورو هېوادونو کې د خپلو تشکیلاتو او دفترونو په تړلو او افغانستان ته را انتقال باندې ژمن بلل کیږي.

ددې طرحې عمده برخې:

ددې سند په اساس په افغانستان کې د نوي «اساسي قانون» تر تصویب پورې د موجوده «اساسي قانون» په شمول ټول قوانین او نړیوالې ژمنې په خپل حال پاتې کیږي او اوسني اساسي قانون به  د نوي «اساسي قانون» لپاره د «ډانچې» په توګه کارول کیږي.

دغه راز د سولې پروسه کې د آسانتیا او پرمختګ په خاطر د سولې انتقالي دولت حق نه لري چې د ښکېلو خواوو سیاسي او نظامي اعضاء د «خیانت» او یا نورو سیاسي جرمونو په تور محاکمه کړي.

داچې د کابل حکومت او طالبانو غبرګون به دغې طرحې ته څه وي، تراوسه یې په اړه څه ویل له وخت نه وړاندې ښکاري؛ خو د سیاسي چارو کارپوه او امریکا میشتی خبریال واحد فقیري د خلیلزاد نوې طرحې ته په اشارې سره ویلي، چې خلیلزاد یوځل بیا «غني او صالح» یو «انجام سوی تصمیم» اورولی دی.

د فقیري په باور د کابل اوسنۍ ادارې خپل ټول پخواني یاران بایللي او داسې ښکاري چې په واشنګټن کې چارواکي تردې زیات د «غني او صالح» د «لجاجت» او «سرټمبګۍ» حوصله نه لري.

له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم د خلیلزاد له نوې طرحې بې خبري څرګندوي؛ خو ترڅنګ یې بیا له مؤقت حکومت سره خپل مخالفت څرګند کړی او په خبره یې مؤقت حکومتونه په افغانستان کې ښه سابقه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

خلیلزادشیطان بیاوایی زه نړیوال کمفرانس راغواړم په تیره فبرورۍ کی نړیوال کنفرانس نه ووهسی وخت ضایع کوی دافغان ملت سختی ورځی ته نه ګوری په جواب کی ماولیکل: وایی سوځی هغه ځای چه اورپربلیږی خلیل زادکه واقعاً دافغانستان جوړښت غوښتای دافغانستان له پوهانوبه یی دکنفرانس وړاندیزکړۍ وای کفاردافغانانوله مشکله څه خبردی هغوی دامریکادخوشحالۍ دپاره لکه خپله خلیلزاد کارکوی اورایه ورکوی ،خلیلزاد خپله ډیرلوی شیطان دۍ دشیطانت مختلفی طریقی یی زده دی ،دۍ بیاداسی نجس لکه کرزي پرقدرت راولی چه بیاامریکایان یاهندوان ملک ته دخپل حفاظت دپاره راولی طالبان وروڼه بیله اسلامی شوراباید دنوروکنفرانسوڅخه انکاروکی ورته ووایی چه یورافیصله سوی ده… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

که همداسی رشتونی پراخ بنسته حکومت وی ، اساسی قانون بکی نوی اسلامی قانون وی شاید طالبان یی هم ومنی . خو د استعماری قدرتو ویل او کړنی توپیر لری تل ساده کی ګلداره پخبری کوی په کار داده چه طالبان دی طرحی ته په غور غوږ ونیسی او د دی کار د پاره په اوچته کچه تضمین تر لاسه کړی

طوطی

بیانزی ته: تر پرونه خو دی ښه د دوحی تړون ته اتڼونه کول څه شوه توافقنامه؟ ما خو پخوا هم ویل چی ولاکه تا وړی شړی کړی. د دوحی تړون به هم لکه د دوحی خبری غوندی ورک شی. دا ځکه چی هر څه د پردیو په لاس کی دی یو د امریکا غلام او بل یی د پنجاب.

طوطی

افغانانو خو په تاریخ خپل حکومت په سمه توګه ندی جوړ کړی. هر وخت یی قسمونه او تعهدونه مات کړی. بناآ هر هغه طرحه چی دا خونړی او ناجایزه جنګ ختموی هر افغان یی هرکلی کوی. اوس خلک لدی جنګه ستړی شوی نه د چا غنی عبدالله خوښیږی او نه هم دا خیرن او بی نظمه قرغیړن طالبان.

عبدالروف

سړی شوی نه ئې. همغه د موسی ع # ئې که کعبه ته دي بوزې بیا هم هماغه # ئې. له تا ګیله په کار نه ده .

طوطی

عبدالروف ته: دا متل د دوحی له # ملایانو سره خوند کوی چی پاکستان ته ځی او راځی. زمونږه عامیانو پدی خبرو سر نه خلاصیږی.

دکتور مجاهد

طوطی صاحب سلامونه ! اوس دی خبری لږ څه سممی شوی، نه پوهیږم چه کمیشن دی کم شوی، او که فکر کوی چه اشغلګر وځی د شربت مالګه په شرینی بدله کړه طالبانو د تروو په ځای خوږو سره ډیره مینه لری . تاسی ښه ټکی ته یوه تبصره کی ګوته نیولی که څه هم تاسی په منفی اړخ کی هغه کارولی مګر لږ ترلږه زما پام ورته راواوشت او هغه دا چه : طالبانو د امریکا سره د امریکایی فوځو د وتلو مهال ویش توافق لاسلیک کړو او په هغه توافق کلک ولاړ دی په هغهک توافق کی به… نور لوستل »

طوطی

ډاکتر مجاهد ته وعلیکم السلام: یو لایک درغی ګرچه خبری دی لږ بی خونده هم دی. امریکایان وایی یو شرط د تړون دا دی چی طالبان باید د کابل له حکومت سره خبری وکړی اوس ته وایی چی طالبان د کابل د اداری د هییت په نوم خبری نه کوی او دا یو مجبوریت وو، ماته عجیبه ده په سیاست کی مجبوریت. خو زه یو سوال کوم چی آیا د کابل اداره له امریکایانو څخه هم بدتره ده؟ هغوی کلمه وایی او مسلمانان دی بر عکس امریکایان خو کافران ول. له کافرو سره موالات، دوستی، د قدرت لاس ته راوړلو… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x