افغانستان

ننګرهار کې د «ګچو» د کان اووه کار کوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د «ګچو» د کان ۷ تنه کار کوونکي وژلي دي.

دا پېښه تیره شپه د سره رود ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

سیمه ییز چارواکي ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې په دې اړه یې څیړنې پيل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کط هدفي وژنې او بمي چاودنو زور اخیستی دی.

د سه شنبې په ورځ ناپېژاندو وسله والو د جلال آباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د انعکاس راډیو تلویزیون ۳ تنه ښځینه خبریالانې ووژلې.

که څه هم د ننګرهار امنیه قومندان جنرال جمعه ګل همت ددغه پېښې په تړاو د یو تن د نیولو خبر ورکړ؛ خو د ټولنیزو رسنیو د فعالانو لخوا د نیول شوي کس په انځور او وخت د نیوکو نه وروسته امنیه قومندان له خپلې خبرې په شاشو.

ددې ترڅنګ نن سهار په جلال آباد ښار کې د یوې بمي چاودنې پایله کې یوه ښځینه ډاکټره ووژل شوه.

د چارو شنونکي وايي، په داسې حال کې چې زلمی خلیلزاد د اشرف غني ادارې پرځای د نوې مؤقتې ادارې رامنځته کولو په هڅو بوخت دی، ښايي د سولې خبرو «پېکه» کولو لپاره د کابل ادارې د «پټو» کړیو لخوا هدفي وژنې او بمي چاودنې زیاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x