افغانستانسولې اړوند خبرونه

سپینه ماڼۍ: امریکا باید د افغانستان په «نه ختمېدونکي جګړه» کې ښکېله پاتې نشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): سپينه ماڼۍ وایي، امریکا باید د افغانستان اوږده او نه ختمېدونکي جګړه په مسئولانه ډول پای ته ورسوي‌ او ‌په یاده نه «ختمېدونکې جګړه» کې باید تر ډېره ښکېله پاتې نشي.

د بایډن د ادارې له لوري «د ملي امنیت د موقتې ستراتیژۍ لارښود» خپور شوی چې‌‌ په یوه برخه کې یې راغلي‌ «د امریکا متحده ایالات باید کله هم په هغه بې پایانه جګړه کې ښکېله پاتې نشي، چې ټریلیونونه ډالر ورباندې مصرف شوي، او د زرګونو کسانو ژوند یې اخیستی دی؛ خو دا باید یقینی شي، چې افغانستان بیا ځلې د ترهګرو په مرکز نه بدلېږي.»

دغه لارښود داسې مهال خپرېږي، چې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي توافق مطابق په افغانستان کې د امریکایي‌ ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټ شوی او د شوي‌ توافق مطابق باید ټول عسکر د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

خو د بایډن اداره وایي، له طالبانو سره شوی توافق بیا ځلې ارزوي او غواړي‌ معلومه کړي، چې طالبانو خپلې کړې ژمنې عملي کړي دی که نه.

د بایډن د ادارې له لوري‌ د دوحې تړون د بیا ځلې ارزولو پرېکړې او د عسکرو د ایستلو په اړه مبهم دريځ‌ په بین الافغاني مذاکراتو هم سیور غوړولی او د دوحې توافنقامې د برخلیک په اړه یې پوښتنې را پيدا کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد»‌ هم افغانستان ته د مؤقت حکومت او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له پیغام سره یو ځای راغلی دی.

خلیلزاد د امریکا په استازیتوب د ملي مشارکت حکومت چې طالبان او اشرف غني‌ یې برخه وي؛ د جوړېدو وړاندیز کړی او تر څنګ یې په ترکیه کې د طالبانو او کابل حکومت د چارواکو تر منځ د یوې لوړې کچې د ناستې د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سپینه ماڼۍ ( نظم نوین جهانی) فرمایی چه :
امریکا باید د افغانستان په « نه ختمېدونکي جګړه » کې ښکېله پاتې نشينوــــ امریکا باید د افغانستان په « نه ختمېدونکي سوله » کې هم ښکېله پاتې نشي.

نظم نوین جهانی د ټولو کفارو په سر کی قرار لری ، څه چه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی کفر حق پټونی ته وایی د سولی حق د پټونی هڅی لری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x