شعـــــرونه

ربه ومې بخښه/ زهاد

تپاند زهاد

ستا و رحمت ته اُمیدوار یم ربه ومې بخښه
عاصي بنده دې ګناهکار یم ربه ومې بخښه

شیطان ظالم مې د تقواوو خزانه ورانوي
د دې ظالم څخه په ډار یم ربه ومې بخښه

سر په سجده درته زه ږدم لتانه عفوه غواړم
رحم ته ستا سترګې په لار یم ربه ومې بخښه

نفسُ هوا یمه اخستی ژوند مې ټول برباد دی
عمر مې ختم په تلوار یم ربه ومې بخښه

یا الله ته مې په خپل فضلُ کرم ونازوه
بې ستاله فضله څه ناچار یم ربه ومي بخښه

ای متعال څښتنه تاته مې ډالۍ دي اوښکي
لاس په دُعا شامُ سهار یم ربه ومي بخښه

تپاند زُهاد دې صرف رضا غواړم نور هیڅ نه غواړم
له تا راضي زه هزار وار یم ربه ومې بخښه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x