
حبیب غوریاني: د «شرابخورۍ» مخه مې نیوله، حکومتي عسکرو جګړه راسره پیل کړه/ ویډیو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): په هرات کې د نامسئوله وسله والو قومندان چې حکومت یې تېره شپه د اوسېدنې پر ځای پراخ عملیات کړي؛ وایي، یو کافي شاپ یې وتاړه او نه یې غوښتل ځوانان په شراب خوړلو روږدي شي؛ خو حکومت یې پر کور عملیات وکړل.
حبیب غوریاني چې وسله والو ملګرو یې د تېرې ورځې له ماښام د شپې تر دریو بجو د دولتي عسکرو په وړاندې مقاومت وکړ؛ له خپله کوره تښتېدلی، خو د هستوګنې ځای یې د حکومت لاس ته لوېدلی.
په دې جګړه کې د پنځو عسکرو په ګډون تر څلوېښتو زیات کسان ټپیان شوي او د غوریانی د دوو وسله والو ملګرو د وژل کېدو تر څنګ د سیمې اوسېدونکو ته د جګړې له امله پراخ مالي زیان هم اوښتی.
پر ټولنیزو رسنیو د غوریاني له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې نوموړی وایي «دا کافي شاپ حکومت ته څومره اهمیت لري، چې په خاطر یې زما پر کور عملیات وکړل او د سلګونو ځوانانو وینې یې توی کړې، اوس د هزاره ځوانانو وینې د حکومت په وړاندې هیڅ ارزښت نه لري، د یوه هزاره وینې تر یوه قیلون او چلم بې ارزښته شوې دي.»
نوموړي وړاندې زیاتوي «ماته یې ویل چې تا کافي شاپ تړلی. تورن امرالله خان تللی او حکومت یې راوستلی چې غوریاني خلک نه پرېږدي، چې شراب وڅښي، د شرابخورۍ مزاحمت کوي. دوی زما پر کور عملیات وکړل، نور قضات پر تاسې.»
#Watch: Ghoryani talks about yesterday's clash between his guards and security forces.
It appears, in the video, that Ghoryani was wounded in the incident.#ArianaNews #ATNNews #AfghanNews #AryanaNews #ATN #News #Afghanistan #Herat #Clashes #Ghoryani pic.twitter.com/p3fuOxWdFt— Ariana News (@ArianaNews_) March 4, 2021
ورته مهال د هرات ولایت مقام بیا غوریاني تورنوي، چې له خپلو وسله والو کسانو سره یو ځای یې په هرات ښار کې څو تنه وهلي او ډبولي دي.
د ولایت مقام د اعلامیې په بنسټ، د وهل شویو کسانو تر مراجعې وروسته د قانون څارونکو ادارو په خوښه د هرات ښار په جبریل ښارګوټي کې د غوریاني پر کور عملیات شوي دي.