شعـــــرونه

غافل شاعر ته/ مظلوم کوچی

مظلوم کوچی

ستایل د خال او د پيکي ګناه ده
شـاعره داسږ شاعري ګناه ده

پېغلې لاسونو کې ولچک ګرځوي
ځکه صفت نن د بنګړي ګناه ده

پر مؤمنانو څومره ظلم کېږي
له دې حالاتو ناخبري ګناه ده

په دې حساس وخت کې ګودر څه کوې
نوم یادول هم د منګي ګناه ده

په غزلونو کې یې مه یادوه
رباب ګناه ده موسيقي ګناه ده

محبت وکړه خو فی الله یې وکړه
بې محبته زندګي ګناه ده

که ته وا زه په هیچا کار نه لرم
زه وایم دغه خاموشي ګناه ده

د قومیت دغه بد بویه نعره
پرېږده والله قوم پرستي ګناه ده

مظلومه غواړو موږ شرعي حکومت
نه منو دا ډیموکراسي ګناه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x