لیکنېنظــر

خليلزاد له پيغام او پروګرام سره!

زرغون شاه شينواري

د جوبايډن حکومت د قطر په موافقه کتنه کړې او د هغې نه وروسته خليلزاد په سفر وتلی.
داسې معلوميږي چې د امريکايانو په خيال د قطر موافقه په خپل ځای کې په خپل باور وساتل شي مګر ځنې نوي وړاندېزونه ورسره ضميمه شي.
د طالبانو په نظر تر اوسه امريکا له دوی سره داسې کوم وړانديز ندی شريک کړی.

د موافقې د ساتلو تصور هغه وخت غښتلی شو چې د ترامپ په حکومت کې د افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو د وتلو څه پلوي څيرو بايدن ته په افغانستان کې د عسکرو د ساتلو اشارې ورکړې.

د بايدن اداره پدې پوه ده چې د افغانستان ددې بدنامې جګړې نه دده ننګه جګړه ګټلی نشي خو دده حکومت او ديموکرات ګوند بدنامولی شي، که چېرې بايډن د جګړې د غځولو يا افغانستان کې د سرتيرو د ساتلو کار ته زړه ښه کړي، دا به د بايډن په لاسو د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې د ترامپ په صندوق کې د ترامپ په ګته د بايدن د خپلې پانګې اچول وي.

اوس د بل هر وخت پرتله امريکا کې دا مسئله جدي ده چې د افغانستان جګړه د فساد يوه چينه ده، دې چينې کې چې څومره ګوتې وهل کيږي نوره هم ژوريږي او تانديږي.

د سيګار د موسسې ناخپاره شوي معلومات، د واشنګټن پوست پټ سندونه او د بشر د حقوقو د نړۍ وال سازمان چاپ ته تيار راپورونه د بايډن اداره په غوږ وهي، که کيسه همداسې اوږده شي نو پام مو وي اخير به همهغې ځای ته ورسيږي چيرته چې د افغان حکومت د سر سر فاسدو، غلو، دوکه بازو او د جګړې په روزۍ د روږدو مشرانو او بهرنيو ډول ډول کمپنيو ترمينځ د ناروا اقتصادي اولاد د پيداکولو لپاره ناروا سيغه يي نکاح شوې.

د قطر د موافقې تضمين او ترميم:
که چېرې امريکا د موافقې په ضميمو کې داسې مواد ور زياتول وړاندې کړي چې هغه د موافقې د محتوا سره په ټکر کې وي اول به يې طالبان ونه مني او د هغې نه وروسته روسيه، چين، پاکستان او ايران.

د امريکا داخلي وضعې او د ترامپ د پلويانو بيا راپورته کيدو ته په کتو امريکا پداسې دريځ کې نه ښکاري چې د يو شمير افغاني او خارجي کړيو د سياسي اقتصادي بيمې لپاره په پخوانيو نومونو په نوې جګړه پانګونه وکړي.

امکان لري د بايډن د ادارې لپاره دوه شيان ډير مهم وي، اول د قطر موافقې ته داسې رنګ ورکول چې ټول امتياز او کريديت يې د ترامپ حساب ته لاړ نشي.

دويم: په موافقه کې د دسيسې د تيورۍ، وخت وژنې د مخنوي او موافقې ته د ديموکراتې پردې ور اغوستلو په منظور د خپلو اروپايي متحدينو په مشوره د داسې نوي افغاني ميکانيزم وړاندې کول کوم کې چې روانو بين الافغاني خبرو، د بنديانو خوشې کيدو، د تور ليست او نړۍوال شراکت مسايلو ته په پام په شکل کې د افغانانو خپله جرګه يا غونډه مسايل راغونډ کړي.

د خليلزاد روانې ديپلوماسۍ ته په پام نوموړي چې د دوه نيمو کلونو نه راپدېخوا د افغانستان دوسيه په تخرګ کې نيولې په هر سفر کې اول د دخيلو اړخونو سره خپل پپغام شريکوي، د هغوی نه پيشنهاد اخلي او وروسته ېې د طالبانو سره په پاخه پروګرام بدلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x