شعـــــرونه

پسرلي مخته راځي/ خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

کر د څانګو کړم، جانانه پسرلي مخته راځي
په ګلونو کې رانغښتي، څو اغزي مخته راځي

ګران هیواده ستا د بخت ستوری، راخیږي نور له خیره
طالب جان په څیر ویاړلي، ښه سړي مخته راځي

ستا د قبر خاورې واخلم بیا یې ښکل کړمه شهیده
ستا د وینو برکت دی؛ خپلواکي مخته راځي

له سنګر او له دفتر نه، زیري دادي افغانانو!
نور نظام او واک مو خپل دی، آزادي مخته راځي

شمله ور طالبه اوس دې، نو د فتحې آس را زین کړه
اوس دعاوې شوې قبولې، چې زلمي مخته راځي

له هغوی نه ګیله نشته خالقیاره ښه یې واوره
د پردیو پټې ګټې، چې ساتي مخته راځي

مه ویریږه نه ترې پټ شې، له همغه یوه تربور نه
چې کړي سمه منظمه، ښه سیالي مخته راځي

مه مې وژنه نه دې وژنم ته راخپل شه، زه درخپل یم
راځه ټینګه غیږه راکړه، چې یاري مخته راځي

راځه تیره ورځ مې ورور وې، یو آذان یو مو جومات وه
دواړه تیرې کړو نور هیرې،چې دوستي مخته راځي

‏روس مو مات انګریز مو مات کړ؛ امریکا هم په دې درشل ده
روغ راغلي مات بیا تللي، سلامي مخته راځي

ماښامونه سبا کیږي، ستوري ځکه تیت پرک شول
چې د فتحې لمر راخیږي، واکمني مخته راځي

یو سپین څرک مې دی لیدلی، خالقیاره ځکه خوښ یم
یو اواز د سوبې خپور دی، خوشالي مخته راځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x