
دانش: د مؤقت حکومت طرحه د نظام د پاشلو په معنا ده
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وایي، د افغانستان د سولې په برخه کې هيڅ ډول طرحه باید د هیواد د باندې د بهرنیانو په لاس چې حکومت پکې حضور نه لري؛ جوړه نه شي.
دانش چې نن یې په کابل کې د شمالي ټلوالې د پخواني جګړه مار «عبدالعلي مزاري» د تلین په مناسبت رابلل شوې ناستې ته وینا کوله وویل، چې د اساسي قانون او د نظام د له منځه تګ په بیه هیڅ ډول طرحه ورته د منلو وړ نه ده او هر ډول طرحه چې جوړېږي، سیاسي نظام او اساسي قانون باید پکې خوندي وي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې نظام او اساسي قانون د افغانانو حیاتې اړتیاوې دي او د سولې لپاره باید نه نظام قرباني شي او نه هم د نظام په خاطر د سولې مخه ډب کړل شي.
د دانش په خبره، حکومت په افغانستان کې د سولې د تامین په موخه له هر ډول «منطقي» طرحې هرکلی کوي؛ خو د مؤقت حکومت طرحه د نظام د پاشلو او د افغانستان د «په شا تګ» په معنا بولي؛ ځکه دده له قوله، که حکومت د ټاکنو له لارې جوړ نشي، هیواد به بحران ته ولاړ شي.
دانش ددې تر څنګ د دوو لسیزو د «لاسته راړونو» په خوندیتوب ټینګار کړی او له قوله یې، حکومت د داسې سولې تامین ته تیار نه دی، چې د دوو لسیزو لاسته راړونو د بایللو په بیه وي.
د دانش پورتنۍ څرګندونې داسې وخت دي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د مؤقت حکومت طرحه د کابل چارواکو او سیاسیونو ته سپارلې او له هغوی یې غوښتي، چې چټک غبرګون ورته وښيي.