
کرن پولارډ دريم نړيوال لوبغاړی شو چې په يوه اور کې ۶ شپږيزې وهي – ويديو
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): د ويسټ انډیز کرکټ لوبډلې تکړه ستوري او لوبډلمشر کرن پولارډ په نړيوال کرکټ کې دريم لوبغاړی شو چې په شپږ توپونو ۶ شپږيزې وهي.
کرن پولارډ د سريلانکا پر وړاندې د پنجشنبې په ورځ د لومړۍ شل اوريزې سيالۍ پرمهال پر اکيلا دننجايا پرلپسې شپږ شپږيزې ووهلې.
دا په داسې حال کې چې اکيلا دننجايا له دې وړاندې په دوهم اور کې د ويکټو هيټريک وکړ، خو په خپل دريم اور کې پرې کرن پولارډ شپږ اسمان څکې شپږيزې ووهلې.
Absolute scenes 🤯@KieronPollard55 becomes the first @windiescricket player to hit six straight sixes in a T20I!#WIvSL pic.twitter.com/nrtmJHGcip
— ICC (@ICC) March 4, 2021
د ويسټ انډيز او سريلانکا لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوريزو لوبه ويسټ انډیز د ۴ ويکټو په توپير وګټله. سريلانکا لومړی توپ وهنه کړې وه او ټاکلو اورونو کې يې ۱۳۱ منډې جوړې کړې، د ويسټ انډيز دغه هدف په ۱۵م اور کې بشپړ.
له دې وړاندې په لومړي د سويلي افريقا لوبډلې اوپنر توپ وهونکي په ۲۰۰۷م کال کې د هالينډ لوبډلې پر وړاندې په يو ورځنۍ لوبه کې په يوه اور کې ۶ شپږيزې وهلې وې.
همدغه راز د هند لوبډلې چپ لاسي توپ وهونکي يوراج سينګ په ۲۰۰۷م کال کې د انګلستان پر وړاندې په يوه اور کې شپږ شپږيزې وهلې وې.