افغانستانسولې اړوند خبرونه

حکمتیار په کابل کې د پراخو لاریونونو خبر ورکړ

د حزب اسلامي‌ ګوند مشر «اګلبدین حکمتیار» وایي، حکومت له ده سره د کړي تړون ژمنې عملي کړې نه دي او د حزب اسلامي درې زره‌ بندیان لا هم د حکومت په زندانونو کې دي، چې له امله یې دی لاریونو ته اړ شوی دی.

حکمتیار چې په کابل کې یې یوې خبري‌ ناستې ته خبرې کولې وویل، چې حکومت د حزب اسلامي‌ د بندیانو د خلاصون او ددې ګوند اړوندو کډوالو ته د راتګ زمینه نه ده برابره کړې او سره له دې چې فرصت ورکړل شوی و، بیا یې هم کړې ژمنې نه دي عملي کړې.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې سر له سبا به په کابل کې پراخ لاریونونه کوي، چې له ګڼو ولایتونو څخه به خلک پکې برخه اخلي‌ او که چېرې غوښتنې بیا هم ونه منل شي، نو په ټولو لویو ښارونو کې به لاریونونه پیلېږي او حکومت به استعفاء ورکولو ته اړ ایستل کېږي.

حکمتیار ددې تر څنګ کابل ښاریانو ته وړاندیز وکړ، چې د کابل اطرافو ته ولاړ شي، تر څو له لاریونونو زیان ونه ویني.

نوموړي ارګ تورن کړ، چې د سولې پروسې د سبوتاژ هڅې کوي او په نظام کې شته یو شمېر کړۍ‌ په وروستیو ترورونو کې لاس لري.

د حزب اسلامي‌ او حکومت معاهده چې کابو‌ پنځه کاله وړاندې د حکمتیار او د ملي‌ وحدت حکومت د مشرانو تر منځ لاسلیک شوې وه، په اساس یې حکومت باید د یاد  ګوند اړوند ټول بندیان له زندانونو خلاص کړي او ټولو هغو کډوالو ته چې د اسلامي‌ حزب اړوند دي، په کابل کې د هستوګنې د ځایونو په برابرولو سره د راتګ زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x