افغانستان

ننګرهار: په چاودنه کې یوه ښځینه ډاکټره وژل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): نن د پنجشنبې په سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د یوې چاودنې له امله یوه ډاکټره وژل شوې.

د ننګرهار امنیتي چارواکو د پيښې پخلی کړی دی او ویلي يې دي چې د صدف په نامه دغه ښځینه ډاکټره د جلال اباد په مرکزي روغتون کې د زیږنتون په برخه کې په دنده بوخته وه.

باید وویل شي چې درې ورځې وړاندي هم د جلال اباد په ښار کې د رسنیو ۳ ښځینه کارکوونکي وژل شوي وې او مسؤولیت یې داعش ډلې په غاړه اخیستی وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې ددې پیښې تر شا د چا لاس دی، خو په هیواد کې د روانو هدفي وژنو په اړه د جګړې ټول اړخونه یو بل ملامتوي او دا د سولې د روانو خبرو پر وړاندي خنډ بولي.

تر پيښې وروسته د وژل شوې ډاکټر ورور په روغتون کې د ډیرو خلکو پر وړاندي په خپل فریاد کې د افغانستان روان حالت د زغم څخه پورته ګڼلی او د اشرف غني د نظام د نسکوریدو دعا یې کړې.

ویډیو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رښتينيار

د دغه دردېدلي ورور ښېراوو ته زه هم آمين وايم . د يو چا حکومت چي تر دغي کچي ورسېږي، نو مړانه يې داده چي سمدستي د خپلي کابينې سره استعفا وکړي. زموږ نهه لک مشر دا مېړتنه کله لري. نو مرګ پرده او هغو چي دی يې زموږ ۳۵ ميليونو افغانانو پر اږو سپور کړی دی.

دوکتور غروال

خدای پاک د افغان ملت ته ددی قوت ورکړی چی د واحد اتفاق خاوند شی تر څو ځانونه ددی ظالمو غلامو قاتلانو څخه خلاص کړۍ شی ، نن ورځ دی غمناکه ډالرو او د مقامونو حریصیو افغان ملت د تامی تباهی سره مخامخ کړۍ دی او هره ورځ همدا قاتلان افغانان وژنی او ددی ګناه ګاران شعوری په یو او بل نام باندی همدا قاتلان بیا حواله ورکوی اودا د امریکا ارزو هم دی ، امریکا بیا د افغان ملت دوامداره تباهی لپاره همه شمول حکومت جوړولو هلو ځلو کښی دی او غواړی چی افغانستان بالاخیره تجزئي ته برابر کړی… نور لوستل »

دکتور مجاهد

غروال صاحب مننه ستاسی تبصره می ډیره خوشه شوه ، بلکل همداسی ده د خپلواکی لمر ځلیدلی ډیر ژر به انشاالله له غرونو په شارونو او بلاخره په پلازمینه او ارګ ولګیږی او د لیوانو او شرمخانو کډی به باریږی پدړی په اوښانو کی اچولی جوپی چوپی روان دی مګر دا هڅی په څنګ کی لری چه راتلونکی خپلواک اسلامی حکومت کی څه سکولر ځای په ځای کړی تر څو هغوی تخمونه زیات او د اشغالکو د د راتلونکی اشغال او استثمار د پاره زمینه سازی وشی ، مګر طالب مشران نیمه پیړی عملی بڼو کی تجربه لری زه وایم… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x