افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: مؤقت حکومت د افغانانو ستونزې نشي هوارولی/ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): داسې  مهال چې د افغانستان د سولې لپاره  د امریکا  ځانګړي استازي  «زلمي  خلیلزاد» کابل ته د خپل وروستي سفر په مهال د لنډ مهالي  مشارکتي حکومت طرحه د کابل حکومت له چارواکو سره شریکه کړې او ښايي طالبانو ته یې هم وسپاري، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، مؤقت حکومتونه په افغانستان کې ښه سابقه نه لري او د افغانانو ستونزې نشي هوارولی.

په قطرکې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر  محمد نعیم» له کابل نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، ددې پر  ځای چې تېرې ترخې تجربې  تکرار شي، باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو د چټکوالي هڅه وشي  او  نړیوال په دې اړه غور وکړي، چې د افغان سولې روانې خبرې څه ډول چټکېدای شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په دوران کې دوی خپله ژمنتیا او ریښتینولي په ډاګه کړې؛  خو په خبره يې، «مقابل لوري» په دې برخه کې ناغیړي وکړه، د بندیانو د خلاصون پروسه یې شپږ میاشتې وځنډوله او په لومړي پړاو خبرو کې یې درې میاشتې وخت ضایع کړ.

نعیم ددې تر څنګ وړاندیز وکړ، چې مؤقت حکومتونو په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانانو ستونزې حل کړې نه دي، بلکې لا یې یادې ستونزې زیاتې کړې دي او دې تجربې ښه پایله نه ده ورکړې.

نوموړې ددې پوښتنې په  جواب کې چې ایا طالبان به تر  ټاکلې مودې  زیات د امریکایي پوځيانو حضور په افغانستان کې ومني؟ وویل، چې د دوحې په هوکړه اتلس میاشتې وخت  په وتلو دی، دا هوکړه د نړۍ ګڼو هیوادونو، او امنیت شورا تایید کړې او  له دې هوکړې سرغړونه کول د هیچا په ګټه نه دي.

د طالبانو له لوري پورتنۍ څرګندونې داسې  مهال دي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي‌ «زلمي‌ خلیلزاد» د مؤقت حکومت طرحه د کابل چارواکو او سیاسیونو ته سپارلې او له هغوی یې غوښتي، چې چټک غبرګون ورته وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
AHK

امارت اسلامی باید پر خپل دریځ چه (بیله قید اوشرط څخه د ټولواشغالگرووتل دی) محکم ودریږی . او په هیڅ صورت کوم تزلزل،سازش یا کومه معاملی ته حاضر نسی. ۹۶٪ افغان ولس د امارت تر شا ولاړ دی . او دښمن (اشغالگر) په ضعیف ترین موقف کښی قرار لری ځکه په خپل داخلی اقتصادی مشکلاتو کی غرق دی. داخلی دښمنان باید له موقع څخه په استفاده اول خپل ژوند او عزت وژغوری او او نور دا هیواد له مصیبته څخه خلاص کړی ، تر شخصی گټو او شخصی مقاصدو اواهدافو تیرسی او د امارت تر پالیسې لاندی د وطن په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x