افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا: کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر له «لاسته راوړنو ډک» و

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د افغانستان  د سولې په برخه کې د خپل استازي «زلمي خلیلزاد» سفر له لاسته راوړنو ډک بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نیډ پرایس» په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته د وینا په مهال پرته له دې چې د خلیلزاد د سفر جزئيات په ډاګه کړي ویلي، چې دا سفر له «لاسته راوړنو ډک» وو.

زلمی خلیلزاد چې د بایډن په واکمنۍ کې په لومړي ځل د سیمې هیوادونو ته په سفر راوتلی و، په کابل کې یې د حکومت له چارواکو، سیاسیونو او مطرح څېرو سره له لیدنو وروسته دوحې ته مخه کړې، تر څو د طالبانو د سیاسي دفتر استازي وویني.

خلیلزاد په کابل کې چارواکو او سیاسیونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیغام رسولی او تر  څنګ یې  د «مؤقت مشارکتي حکومت» هغه طرحه هم شریکه کړې، چې د واشنګټن له لوري ورته سپارل شوې وه.

یاده طرحه چې د طالبانو او غني د ګډ حکومت د جوړېدو وړاندیز پکې شوی، ته د کتلو لپاره سپارل شوې او له هغوی غوښتل شوي، چې هر سیاسیونو څومره ژر چې شوني وي؛ غبرګون ورته وښيي.

نوموړي ددې تر څنګ په کابل کې چارواکو ته ویلي، چې واشنګټن غواړي دا طرحه عملي کړي او که چېرې دا کار وشي، په ترکیه کې به د طالبانو او حکومت تر منځ د لوړې کچې یوه ناسته جوړه شي، چې ښایي د کابل حکومت مشر اشرف غني هم پکې برخه ولري.

ورته مهال طالبان بیا لنډ مهالی حکومت د افغانستان او افغانانو په ګټه نه بولي او تېر ته په کتو وایي، چې دا ډول حکومتونه په افغانستان کې ښه سابقه نه لري او د افغانانو ستونرې نه ورسره حل کېږي.

طالبان ټینګار لري، چې په دوحه کې د افغان سولې په روانو خبرو کې دوی خپل مسئولیتونه پوره کړي؛ خو مقابل لوري «ناغیړي» کړې  او ددې پر ځای چې نورې طرحې مطرح شي، نړیوالو ته ښایي، چې د سولې خبرو د روان بهیر پر چټکتیا تمرکز وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سولی د پاره هم لکه د ودانۍ جوړولو د پاره چه یو انجینر د کاغذ په مخ پلانګذاری کوی کاریګر باید ټکی په ټکی په هماغه نقشه نټ او بولټ یا ډبری او خختی په هماغه طول او عرض او ارتفاع کاروی د ستونزو پیښیدو وخت کی هماغه انجینر ته مراجعه کوی انجینر ممکن جزوی ستونزی سمی او که کاریګر ستونزه لری هغه هپهم ورته په ګوته کوی. داسی نه کوی چه له سره انجینر له سره نقشه بدلوی د نقشی بدلولو په صورت کی به حکومتی پرمټ بل کیدی شی تر لاسه او لا ترلاسه هم نه شی نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x