افغانستان

غني: د سولې بهير د ناکامي تر ټولو زيات زيان پاکستان ته رسيږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني اندېښنه ښوولې، که د سولې روان بهير ناکام شي، نو تر ټولو زيات زيان به يې پاکستان ته رسيږي.

اشرف غني تېره ورځ د اقتصادي همکاريو سازمان «ايکو» غونډې ته د وينا پر مهال يو ځل بيا له پاکستانه هيله وکړه، چې د سولې بهیر په کاميابۍ کې اغېزناک رول لوبولی شي او په عين حال کې يې هم دا هم ويلي، که د سولې بهير ناکاميږي، نو د هر هېواد په پرتله تر ټولو زيات زيان به يې پاکستان ته رسيږي.

د واک پرېښودو په اړه نوموړي وويل، چې يوازې د اساسي قانون په رڼا کې هغه چا ته واک پرېښودلی شي، چې د نړيوالې ټولنې تر څار او همکارۍ لاندې ولسمشريزې ټاکنې وګټي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم د ايکو سازمان غونډې ته د وينا پر مهال د افغانستان سولې بهير کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او د افغانستان سوله يې د پاکستان په شمول د سيمې هېوادونو د ثبات، امنيت، اقتصاد او پرمختګ لپاره اړينه وبلله.

اشرف غني د لنډمهالي حکومت ګنګوسو ته په ځواب کې وويل، چې يوازې د ټاکنو له لارې راتلونکي منتخب ولسمشر ته واک پرېږدي.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د راتلو ګنګوسې روانې دي او باوري سرچينې وايي، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال د اشرف غني په شمول له نورو حکومتي چارواکو سره هم د مشارکتي لنډمهالي حکومت طرحه شريکه کړې ده.

اشرف غني تر دې وړاندې هم د لنډمهالي حکومت طرحه رد کړې او دا يې د اساسي قانون خلاف بللې ده، په داسې حال کې، چې په تېرو دواړو دورو کې د اشرف غني او د هغه مخکښ سيال عبدالله عبدالله تر منځ د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو پر سر جنجالونه رامنځته شوي وو او بالاخره دواړه ځل د امريکا او نورو نړيوالو په منځګړيتوب يې د ګډ حکومت طرحه منلې وه، چې د اساسي قانون خلاف وه.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو هم د لنډمهالي يا موقت حکومت له طرحې سره مخالفت ښوولی او وايي، چې دا ډول طرحې د افغانستان جګړې په پای ته رسولو کې مرسته نه شي کولای او په تېرو وختونو کې هم دا ډول تجربه ناکامه وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د غنی لدی خبری سره سل په سلو کی موافق یم. کچیری د سولی خبری ناکامه شی تاوان به یی ډیر پاکستان ته رسی ځکه ممکن کوم بل سړی راشی چی اول پاکستان سره د اغزن تار په رابط خبری وکړی او په مقابل کی یی ودریږی، دوهم: ممکن یو بل سړی راشی او هغه دومره باغیرته وی چی له پنجابیانو وپوښتی چی په کنړ باندی ولی راکتونه وهی؟ دریم: پس له غنی ممکن یو واقعی افغان راشی او هغه په ریښتیا سره د کنړ په سیند برق استیشن جوړ کړی او ټولی اوبو چی پاکستان خواته بهیږی هغه مهار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x