نړۍ

ميانمار کې د پوځي کودتا پر خلاف د مظاهرو پر مهال ۳۸ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): ميانمار هېواد کې د پوځي کودتا پر خلاف د مظاهرو پر مهال پوليسو پر لاريونوالو ډزې کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د تېرې فبرورۍ مياشت په لومړۍ نېټه د ميانمار پوځ د ملکي حکومت تخته نسکوره کړه، واک يې په زوره ونيوه او د لومړۍ وزيرې انګ سان سوچي په شمول يې ګڼ حکومتي چارواکي بنديان کړي دي.

د کودتا له لومړۍ ورځې د کودتاچي رژيم پر خلاف لاريونونه روان دي او تر ټولو خونړی لاريون يې د تېرې ورځې و، چې د پوليسو په ډزو کې لږ تر لږه ۳۸ لاريونوال وژل شوي دي.

له پوځي کودتا وروسته د حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند ګڼ لوړپوړي مشران د پوځ له لوري نيول شوي

د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کرسټين سرينر برګنر ويلي، له پوځي کودتا وروسته تېره ورځ تر ټولو خونړۍ وه، چې د ۳۸ سوله‌ييزو لاريونوالو ژوند يې واخيست.

د ملګرو ملتونو استازي ويلي، د لومړۍ فبرورۍ له پيله تر اوسه په د کودتا پر خلاف لاريونونو کې تر اوسه له پنځوسو زيات کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

عيني شاهدان وايي، پوليسو وار له مخې مظاهره‌چيانو ته خبرداری ورکړی و او پوځ هم د لاريونوالو د ځپلو لپاره بشپړ تياری کړی و.

په ينګيان ښار کې د لاريونوالو يوه مشر تهوماونګ ويلي، پوليس د دوی لور ته ور نږدې کېدل، پر دوی يې اوښکې بهوونکی ګاز وکارواو، ډزې يې وکړې او ورپسې يې لاسي بمونه پرې وغورځول.

د ميانمار رسنۍ وایي، چې د هېواد په ګڼو ښارونو او اطرافي سيمو کې د پوليسو په ډزو کې ګڼ کسان ټپيان شوي دي، چې د ۳۰ شاوخوا ټپيانو وضعيت ترينګلی ښوول شوی دی.

د دغو لاريونونو پر مهال ۳۰۰ کسان نيول شوي هم دي.

تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۲۸مه هم د پوليسو په ډزو کې ۱۸ کسان وژل شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې ميانمار کې د لومړۍ فبرورۍ له پوځي کودتا وروسته د حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند ګڼ لوړپوړي مشران د پوځ له لوري نيول شوي او په تېرو پارلماني ټاکنو کې د هغې بريا يې درغلي بللې ده.

ملګرو ملتونو، امريکا، برتانيې او اروپايي ټولنې په ميانمار کې پوځي کودتا غندلې او هلته يې د مسلمانانو په حالت اندېښنه ښوولې ده، چې ښايي تر دې وروسته يې وضعيت نور هم ترينګلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x