ورزش

د کرونا له کبله د پاکستان کرکټ ليګ سيالۍ وځنډيدې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ بورډ پريکړه کړې چې په لوبغاړو او کارکوونکو کې د کرونا پېښو تبتېدو له کبله د پاکستان کرکټ ليګ سيالۍ وځنډېدې.

د کرکټ بورډ او د ليګ لوبډلو ترمنځ په مفاهمت  او ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې د کرکټ ليګ سيالۍ د نامعلومې مودې لپاره وځنډول شوې.

وروسته له هغه چې د لوبغاړو او چارواکو ترمنځ د کرونا ويروس ۷ پېښې ثبت شوي، د پاکستان کرکټ بورډ د ياد ليګ سياليو د ځنډولو پريکړه کړې ده.

په کرونا د اخته کسانو په شمېر کې ۴ لوبغاړي د اسلام اباد يونيټډ، يو يو لوبغاړی د لاهور او کوټې لوبډلې او يو چارواکی شامل دي.

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو سيالۍ د فبروري مياشتې په ۲۰مه نېټه پېل شوې چې د بهرنیو لوبغاړو په ګډون په کې يو شمېر افغان لوبغاړي هم ولوبېدل.

اټکل کيږي دغه سيالۍ په مۍ مياشت کې ترسره شي چې د هند غوره ليګ سياليو سره په ټکر کې راځي.

بايد وويل شي چې د پاکستان غوره ليګ پنځم پړاو سيالۍ هم د کرونا وبا له کبله په نيمايي کې ځنډيدلې وې، چې د تېر کال په وروستيو کې ترسره شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx