دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتیا ده«ديارلسمه برخه»

اسدالله رزین

عمرو بن العاص په سجده لګولو سره د نجاشي دربار ته ورننوت او د هغه په خوا کې کیناست او نجاشي ته یې خپله غوښتنه داسې وړاندې کړه چې:
په موږ کې او له موږه دا رنګه یوه ناپوه ډاله راپیدا سوې چې د خپل قوم دین یې ټوته ټوټه کړ او ستاسې په دین کې هم نه دي داخل سوي او یو نوی دین یې را ایستلی دی چې موږ یې هم نه پیژنو او اوس یې تاسې ته فناه راوړې ده.

موږ د دوی پلرونو، ترونو او قوم تاسې ته را واستولو چې بیرته یې موږ ته په لاس راکړئ.

نجاشي ته ډیره غوسه ورغله او ورته ویې ویل:
۲۱ چا چې تر هرچا او هر ځای زما فناه غوره بللې وي، نو ترڅو چې هغه راونه غواړم، غوښتنې یې وانه ورم او ځان او هغه قانع نه کړم هیچا ته یې نه ورسپارم.

نجاشي یو تن د نبي یارانو ته ورواستاوه چې په ناسته کې د برخې اخيستو لپاره د نجاشي دربار ته راسئ.

د حبشې بادشاه ټول اساقفه، مشران او د مکې د سردارانو استازي په ډیره مجلله او هیبت لرونکي ناسته کې ناست دي او د محمد رسول الله(ص)د یارانو را رسیدو ته سترګې په لاره دي.

د محمد رسول الله(ص)یارانو ډیر په بیړه ناستې ته د ورتلو، مشرتابه او څه ویلو دارنګه پریکړه وکړه، چې ویندوی به جعفر(ض)وي، د نبوي سنتو په مننه کې به تالار ته ورننوزي او هغه څه به وایي کوم چې نبي کریم(ص) راته لارښوونه کړې وي.

د نبي یاران په ښکاره سپیره او په حقیقت کې د محمد رسول الله(ص) د مدرسې زده کونکو په ښایسته او درنه بڼه کې چې د محمد(ص)د اکا زوی یې مشري کوله د السلام علیکم په ویلو سره تالار ته ور ننوتل.

د ناستې اصلي لوری د محمد(ص) یاران دي چې په ویاړ یې دا لويه ناسته را بلله سوې ده.

هغوی د ناستې لید لوری دي، له هغو سره د نجات پیغام ده، هغوی ډاډمن دي، هغوی د تورو په ښکلا پسې نه دي ستړي، له هغو سره د محمد(ص) له مبارکې خولې را وتلی د الله کلام دی، هغوی له محمدي اخلاقو اغیز منه ډله ده او پخپله بر لاسي پوره باور لري.

نجاشي مهاجرو صحابه کرامو ته په مخ ور اړولو سره دا رنګه چوپتیا ماته او ناسته یې پیل کړه.

ای خلکو! تاسې خو زه په هغسې سلام ونه نازولم په کوم چې ستاسې د قوم له مکې راغلو استازو نازولم؟

د عیسی(ع) په باره کې مو څه خیال دی؟
تاسي د کوم دین پیروان یاست؟
تاسي نصاری یاست؟
تاسي یهود یاست؟

او که د خپل قوم او دین پیروان یاست؟

د نبي یارانو لاندې دریو پوښتنو ته په پوره میړانه خواب ور کړ.

نجاشي بیا پوښتنه وکړه، نو د کوم دین پیروان یاست؟

د صحابه و ویاند جعفر(ض) له پیغمبري اخلاقو، زړورتوب او فصاحته په اغیز کې ځواب ور کړ چې:
موږ د اسلام د دین پیروان یو.

نجاشي ترې وپوښتل اسلام څه ډول دین دی؟

د یوه خدای بندګي کوو او هیڅ شریک نه ورسره نیسو.

نجاشي بیا ترې وپوښتل: دا دین چا درته راوړی دي؟

جعفر(رض) ځواب ورکړ: زموږ له خپلو خلکو یو دی او موږ یی پوره او بیخې پوره پیژنو.

هغه لکه نور انبیاء(ع) د خدای له لوري مبعوث سوی دي، هغه موږ ته په نیکې، صدقه، وفا او امانت امر کوي، بتانو ته له سجدې لګولو مو منع کوي او د یوه خدای بندګي ته مو ور غواړي.

موږ هم ومانه، د خدای په کلام پوه سوو او پوره باور مو سو چې راوړونکی یې د خدای له لوري مبعوث سوي دي.

موږ چې کله بشپړ او اړین حقیقتونه په ویلو او کولو دواړو کې ولیدل او ومو منل.

بیا نو زموږ قوم له موږ او نبي صادق سره مخالفت او بدې پیل کړه، له نبوته یی انکار وکړ او د هغوی د وژلو په لټه کې سوو.

نوربیا…..

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x