شعـــــرونه

د هجر شپه/ سيف الله غضنفر

سيف الله غضنفر

څه  توره  شپه ده تنهايي ده زما زړه دريزيږي
خواره په هرلور خاموشي ده زما زړه دريزيږي

ژوندون تيريږي ښه بې خونده هيڅ مزه يې نشته
او بل طرف ته غريبي ده زما زړه دريزيږي

له مجبوريو  ځوانان خاورې شول بهر ملکو کې
دلته يې تنګه زنده ګي ده زما زړه دريزيږي

چا ځان لمبه کړ د  اسلام او د حريت په خاطر
يو څوک په دې ټکي بندي ده زما زړه دريزيږي

جانانه سر ته دې ولاړ يم خاموشي ده هر خوا
موسم نږدې د پسرلي ده زما زړه دريزيږي

نن مي ليدلي وه د خيال پيريانو هم  وروستم
دا څومره دنګه يې ځواني ده زما زړه دريزيږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x