افغانستان

کابل کې د حزب اسلامي ګوند لاریونونه پیل شول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): د ګلبدین حکمتیار  په مشرۍ د اسلامي حزب لاریونونه د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې پیل شوي  او روان دي.

لاریون کوونکي چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې  په ګڼ شمېر کې تر سترګو کېږي، د ارګ خلاف شعارونه ورکوي او چارواکي تورنوي، چې  د سولې  مخه یې ډب کړې او له حزب اسلامي ګوند سره  د سولې  تړون په مهال کړې ژمنې  يې  نه دي عملي کړې.

لاریون کوونکو په ورسره لېږدوونکو بینرونو لیکلي، چې ارګ د علماوو او مخکښو څېرو په ځنځیري وژنو کې لاس لري او په داسې حال کې چې  بشپړ ملت سوله غواړي، دوی د یوه بل جنګ لپاره چمتووالی نیسي.

دغه لاریونونه وروسته له هغه پیل شول، چې د حزب  اسلامي مشر  «ګلبدین حکمتیار» تېره ورځ یوې خبري ناستې ته د وینا په مهال د کابل حکومت چارواکي تورن کړل، چې له ده سره د تړون په دوران کې کړې ژمنې یې نه دي عملي کړې او نه یوازې د حزب اسلامي ګوند اړوند کډوالو راتګ ته یې  زمینه نه ده برابره کړې، بلکې د یاد ګوند بندیان یې لا هم په زندانونو کې ساتلي دي.

حکمتیار وویل، چې که حکومت په کابل ښار کې د لاریونونو سره، سره د حزب اسلامي غوښتنې ونه مني، نو لاریونونه به هیواد نورو سترو ښارونو ته وغځوي او حکومت به استعفاء ورکولو ته اړ کړي.

د حزب اسلامي‌ او حکومت معاهده چې کابو‌ پنځه کاله وړاندې د حکمتیار او د ملي‌ وحدت حکومت د مشرانو تر منځ لاسلیک شوې وه، په اساس یې حکومت باید د یاد  ګوند اړوند ټول بندیان له زندانونو خلاص کړي او ټولو هغو کډوالو ته چې د اسلامي‌ حزب اړوند دي، په کابل کې د هستوګنې د ځایونو په برابرولو سره د راتګ زمینه برابره کړي؛ خو حکمتیار وايي، تر  دې دمه ورسره ژمنې نه دي عملي شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hekmatyar Saib Starrai Ma Shi

You smashed the USSR in small pieces

It is time to smash NATO in small pieces

ZA KHOSHAL KAFAN PA GHARA BA RAJEG SHAM
KA KHABAR SHOM CHI AFGHAN DA CHA GHULAM SHO

دکتور مجاهد

مظاهری د پلیدی دموکراسی د بیان د بی بند وباردویو ازادیو یوه کوچنی بیلګه ده، مظلوم بشریت د خطا ایستنی د پاره چه خپل حق په شعارونو او بیرغونو وغواړۍ ، دا نو بیا د دموکراسی د علمبردارانو او واکدارانو په ارزونه لری ، که مظاهره چیانو مشران د دوی له ډلی یا پلویانو له ډلی څخه وو، بی له دی چه مظلوم بشریت پری پوه شی غوشتنی یی پوره یا نیمګړی منل کیږی. خو که پلویان یی مخالف او یا بیطرفه هم وی بیا د هغوی غوشتنی ارزیاتی کوی که د دوی به تاوان وی نه یی منی او… نور لوستل »

طوطی

ژمنی خو په واقعیت کی له حزب اسلامی سره ندی عملی شوی. حزب اسلامی یو افغانستان شموله اسلامی حزب دی. له روسانو سره به د حزب اسلامی جهاد به منی چی د هر قوم کسان ورسره ملګری دی بر عکس د طالبانو. طالبان اکثریت پښتانه او هغه هم د## ##

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x