شعـــــرونه

‏په همت او په مېړانه پیداکيږي/ انس حقاني

انس حقاني

په همت او په مېړانه پیداکيږي
ازادي له تور زندانه پیدا کېږي

ګُمراهان که کاڼي زر کړي کمال نه دی
کمالونه له ایمانه پیدا کېږی

هر عمل په ابتدا کې چې نیت پاک وي
انتها یې نو روښانه پیدا کېږي

استقلال خو د ځوانیو خیرات غواړي
چا ویل دومره اسانه پیدا کېږي؟

دا فطرت دی واړه خلک به ښه نه وي
خامخا یو څه ناځوانه پیدا کېږي

د وصال قدر مستور دی په فراق کې
د عشق خوند ټول له هجرانه پیدا کېږي

په زنځیر د خاموشۍ تړلي ښه یو
ستونزې ټولې له زُبانه پیدا کېږي

یاران ډېر دي هوښیاران هم خدایږو ډېر دي
خو اخلاص په ډېره ګرانه پیدا کېږي

زیادت پرېږده برکت غواړه انسه
نعمتونه خو پریمانه پیداکېږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x