
حکمتیار: بهرني ځواکونه دې د دوحې توافقنامې مطابق له افغانستانه ووځي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې د امریکا او ناټو په شمول ټول بهرني ځواکونه دې د دوحې توافقنامې مطابق له افغانستانه ووځي.
نوموړي نن په کابل کې د خپلو پلویانو لاریون ته په وینا کې په امریکایانو او طالبانو دواړو غږ وکړ چې نوموړې توافقنامې ته ژمن پاتې شي او واک دې نوي حکومت ته ولیږدول شي.
حکمتیار همدا راز ټینګار وکړ چې حکومت دې د سولې له مخالفته لاس واخلي او بهرني ځواکونه دې په افغانستان کې پاتې کیدو ته نه هڅوي.
«ارګ ناستي دې له بهرنیو ځواکونو، نه غواړي چې مزید په افغانستان کې پاتې شي، جنګ دوام وکړي او نور افغانان په قتل ورسیږي».
ګلبدین حکمتیار په حکومت غږ وکړ چې د جګړې له چمتووالي دې لاس واخلي او په خبره یې د ملیشو د جوړولو او د غنمو په کانتینرو کې په قاچاقي توګه د وسلو د رالیږدولو لړۍ دې ودروي.
نوموړي په دوحه کې د کابل مذاکراتی پلاوی هم د ولس استازی نه دی بللی او له هغوی سره د طالبانو احتمالي توافق یې د ستونزې په حل کې مؤثر نه دی ګڼلی.
حکمتیار وايي چې د نوموړي پلاوي مدیریت د «یوې کوچنۍ جنګ غوښتونکې ډلې په لاس کې دی، چې د سولې مخالف دی او خپله بقاء د جنګ په دوام کې لټوي». د هغه په باور له دوی سره توافق نه د طالبانو ستونزه حل کوي او نه د ملت او هیواد مشکل حل کولی شي.
هغه د جمهوریت ټیم د «یو منفور او د ملت څخه د منزوي اقلیت» استازی وباله.
حکمتیار د هدفي وژنو تر شا هم د حکومت لاس ویني او ګواښ يې وکړ چې دا کړنې به حکومت ته بدې پایلې ولري.
«په دې هدفي وژنو کې د دولت او حکومت د سیاستونو مخالفین او علماء او اسلام ته متعهد سوله غوښتونکي او د جنګ مخالفین په نښه کیږي، د حکومت پلویان نه په نښه کیږي، کمونستان او سیکولران نه په نښه کیږي، معلومه ده چې د دې ترورونو تر شا د چا لاس دی. دا لړۍ بنده کړئ. که نه یې له بدو پایلو سره مخامخ شئ».
حکمتیار زیاتوي، که ارګ یې په لسو ورځو کې غوښتنې عملي نه کړي، لاریونونه به یې د هیواد نورو لویو ښارونو ته پراخ شي.
د یادونې وړ ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په بلنه نن په کابل کې د حکومت د سیاستونو په خلاف د نوموړي ګوند د پلویانو تظاهرات پیل شوي او لا هم روان دي.
وړاندې ګلبدین حکمتیار ګواښ کړی وه چې د حکومت په سیاستونو د اعتراض په توګه به په پراخو تظاهراتو لاس پورې کوي، ځکه چې په وینا یې حکومت ورسره د تړون ژمنې نه دي عملي کړي او بندیان یې لا هم په زندانونو کې دي.