افغانستان

طالبانو په کندهار کې ۵۳ تنه عسکر خوشي کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ کب، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي په کندهار ولایت کي یې نن د جمعې په ورځ د کابل حکومت ۵۳ تنه عسکر د خپل مشر د فرمان سره سم خوشي کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر ټویټر پاڼه په دې اړه لیکلي چې په کندهار کې یې د خپل مشر د عفوې د فرمان پر اساس ۵۳ تنه دولتي عسکر خوشي او خپلو کورونو ته واستول چې د بیلا بیلو جګړو پر مهال نیول شوي وو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې زیات شمیر دولتي عسکرو خپلې پوستې طالبانو ته پرې ایښې وې او تښتېدلي وه چې له امله یې طالبانو د کندهار تر مرکزي ښار پوري را ورسیدل او د ښار اکثره اطرافي سیمي يې تر خپلې ولکې لاندي را وستلې.

طالبان په داسي وخت کې د دولتي عسکرو زیات شمیر خوشي کوي چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات روان دي او طالبان غوښتنه کوي چې د امریکا سره د دوحې تړون پر اساس ددوی هغه زرګونه بندیان خوشي شي چې د کابل حکومت سره په زندانونو کې پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x